شنبه, مې 18, 2024
Home+زور او مذهب - ليكوال : ډاكتر مبارك علي

زور او مذهب – ليكوال : ډاكتر مبارك علي

ژباړن : اسدالله غضنفر

 په سياست باندې مذهب معمولا هغه وخت غلبه كوي چې دولت او موسسې يې كمزورې وي. كله چې حكومت د خلكو د اړتياوو په پوره كولو كې پاتې راشي او د خارجي و داخلي خطرونو په مقابل كې د خلكو د ساتلو وس ونه لري نو دغه وخت مذهبي عناصر چې له فاسد سياسي نظامه د ټولنې د ژغورلو او د عدالت د راوستلو خبره كوي، د قدرت د حصول په لور ګام اخلي. په دغسې حالت كې مذهب په سياست لاسبرى كېږي او د خپلو شعايرو د عملي كولو ذريعه ورنه جوړوي.

   مذهب په سياست باندې له دوو لارو غلبه كوي: يوه لاره دا ده چې واكمن د ځان په ګټه او د خپلې كورنۍ د قدرت د ټينګېدا لپاره شريعت نافذوي او ديني علماوو ته اجازه وركوي چې د دولت په چارو كې لويه برخه ولري. دويمه لاره دا ده چې ديني عالمان د سياسي قدرت له ترلاسه كولو وروسته مذهبي حكومت جوړوي او خلك اړباسي چې د دوى مذهبي اجنډا ومني.

   دغسې مذهبي حكومتونه كه په شرق كې جوړ شوي دي يا په غرب كې، د جوړوونكو يې باور و چې بنيادم يوازې د زور له لارې او د عملونو د څارنې له لارې اصلاح كېداى شي. ځكه خو دغو حكومتونو د سوچه ټولنې د جوړولو لپاره په وړو  وړو جرمونو هم سختې سزاګانې وركړې دي چې خلك عبرت واخلي. دا باور هم و چې دنيايي واكمنان فاسد او شرير دي، له همدې كبله يوازې مذهبي علما په صداقت سره حكومت كولاى او خلكو ته خير رسولاى شي.

  د اروپا د جينوا ښار- دولت چې موسس يې مسيحي اصلاح غوښتونكى او ريفورميست كالوين (په ۱۵۹۹ كې مړ) و، د هغو نظامونو يو مثال بللى شو چې سياست وركې د مذهب مريى وي.

كالوين د سياسي قدرت له حصوله وروسته د خپلو مذهبي نظريو د عملي كولو په دريځ كې و. د دۀ لومړنى كار د ښار اوسېدونكو ته دا اعلان و چې كه هر څوك يې د نظريو پلوى نه دى، له ښاره دې ووځي. هغوى چې په ښار كې پاتې شول، په لويو يا وړو ګناهونو او خطاوو يې خورا سختې جزاوې وليدلې. په دغو جزاوو كې تكفير، له ښاره شړل، قيد او اعدام شامل وو.

  د كالوين په امر د ښار ټول هغه هوټلونه او مېلمستونونه چې مېلمنو ته يې د سكس اسانتياوې برابرولې، بند شول. هر سوداګر او دوكاندار ته چې تقلب يې كاوۀ يا يې په تله كې ډنډې وهلې، سخته جزا وركول كېدله. په بې باكو بازاري سندرو او قطعه بازۍ بنديز ولګېد. امر وشو چې مقدس كتاب بايد په هر مهم ځاى كې ايښى وي. كه به څوك وليدل شو چې د وعظ په وخت كې خاندي، توبيخ كېدۀ. د ډوډۍ تر خوړلو دمخه د شكر كول اجباري شول. د كالوين د خورا سختو قوانينو په زور د جينوا اوسېدونكي د هغۀ د مذهبي پوليسو تر پوره كنټرول او څارنې لاندې راغلل. جزاوې خورا سختې وې او د هيچا لحاظ و خاطر نۀ كېدۀ. مثلا يو ځل يوۀ ماشوم ته چې خپل پلار يې وهلى و، د سر غوڅولو جزا وركړه شوه.

ويل كېږي چې په شپږ كلنه موده كې د بدعت او ارتداد په تور  يوسلوپنځوس كسه  اور ته ژوندي واچول شول او ايرې شول. د دې توندۍ او تېزۍ نتيجه دا وه چې د جينوا خلك د كالوين  له نظامه ژر پوزې ته ورسېدل او چې كالوين له ښاره وايستل شو، نظام يې هم ختم شو.

  په اسلامي دنيا كې په اتلسمه پېړۍ كې په نجد او حجاز كې يو مذهبي نهضت پيل شو چې ژر يې ګرده سيمه لاندې كړه. د دې نهضت مشر محمد ابن عبدالوهاب (په ۱۷۹۲ كې مړ) له غير مذهبي رواجونو د مذهب د بېلولو مبارزه پيل كړه. د سعودي سلطنتي كورنۍ موسس محمد ابن سعود د محمد ابن وهاب د تعليماتو تر اثر لاندې راغى او بيا د دواړو كورنيو تر منځ خېښي هم وشوه. كله چې  د ابن سعود زوى، سعود ( په ۱۸۱۴ كې مړ ) قدرت تر لاسه كړ، وهابيت يې د حكومت مذهب كړ. څرنګه چې وهابيانو د مذهب د احيا او سوچه توب خبره كوله نو مقبرې يې ورانې كړې، په مقبرو كې ساتل شوي مذهبي يادګارونه يې لرې كړل او په زيارت كولو يې بنديز ولګاوۀ.

  له يوې خوا خو وهابيانو غوښتل چې د اسلام د لومړيو وختونو ايډياله ټولنه احيا كړي خو له بلې خوا يې د اسلام د تاريخ د لومړيو وختونو ټول تاريخي يادګارونه يوازې په دې وجه له منځه يوړل چې د خلكو ورسره ډېره مينه وه او مقدس يې ګڼل.

   وهابيانو د مذهبي شعايرو د څارنې لپاره سخت اصول او مقررات اجرا كړل. مثلا كه به چا پنځه وخته لمونځ په جماعت نه كاوۀ نو پوليس به پسې ورتلل، په زوره به يې جومات ته استاوۀ.

   وهابي ماډل په نورو اسلامي هيوادونو كې هم مذهبي ريفورميستانو ته الهام وركړ او د قدرت د حصول او د ټولنې د اصلاح لپاره ځينې نهضتونه راڅرګند شول چې مذهبي اجنډا يې لرله.

   په هندوستان كې د سيد احمد شهيد (په ۱۸۳۱ كې مړ) جهاد غورځنګ همدا لاره خپله كړه. سيد احمد له شمالي هندوستانه شمال مغربي سرحد ته لاړ چې هلته خپل اسلامي دولت جوړ كړي. دۀ په ۱۸۲۷ كې ځان خليفه او امام وبالۀ. دۀ او ملګرو يې د زور او فشار ټولې ذريعې وكارولې چې د سرحد په سيمه كې د تقوا په اساس ولاړه، سوچه ټولنه جوړه كړي.

   ميرزا حيرت دهلوي په خپل كتاب (حيات طيبه) كې ليكي چې سيد صاحب خپلو ګڼو ملګرو ته مهم مقامونه وركړل او امر يې ورته وكاوۀ چې په خلكو باندې به شريعت په زور عملي كوي. خو دغو مقاماتو له خپل اقتداره ناوړه استفاده وكړه او كله كله خو يې پېغلې اړايستلې چې له دوى سره ودونه وكړي. داسې هم وليدل شول چې ځينو زلمو مجاهدينو په زور او جبر ځوانې نجونې له بازارونو او سړكونو جوماتونو ته يووړې او د هغوى له رضا پرته يې ودونه ورسره وكړل. هغو افسرانو هم چې د بزګرانو او كليوالو د چارو لپاره مقرر شوي وو،خپل اختيار په غلطه وكاراوۀ او له عامو خلكو سره په كبر وچلېدل. د دوى د كړو نتيجه دا راووته چې خوار او ساده كليوال ورنه په لنډ وخت كې زړۀ توري شول.

  دغو افسرانو د دې لپاره چې خلكو ته خپل زور وروښيي په هر هغه چا د كفر ټاپه ولګوله چې د دوى د تعليماتو پيروي ته يې غاړه نه ايښوده. كه به د چا ږيره تر ټاكلې اندازې اوږده وليدل شوه نو په جزا كې به يې شونډې غوڅېدلې. كه به څوك وليدل شول چې جامې يې د پښو تر بجلكو اوږدې دي، نو جزا يې دا وه چې د بجلكو هډوكي يې ورمات شي.

  په افغانستان كې د طالبانو په وخت كې او د پاچا د حكومت له ړنګېدو وروسته په ايران كې ، البته په څۀ نا څۀ بله بڼه، همداسې چارې وشوې او د دې لپاره چې د واكمنو د خوښې مطابق شريعت تطبيق شي د زور له ټولو طريقو استفاده وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب