تاند:( يکشنبه، د جدي شپږ ویشتمه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په فاریاب کې وروستيو ناکراريو ته په اشارې سره ويلي، چې که څوک د دوی د حکومت پر وړاندې ودريږي يا يې مخالفانو سره يو لاس شي، له منځه وړل کیږي.
هغه ويلي: موږ پر ټول هېواد واکمن یوو، هیچا ته په هیڅ ځای کې د نا امنیو اشاره نه ورکوو، زموږ ځواکونه په ټولو ولايتونو کې منظم او پياوړی حضور لري.
د طالب وياند په وينا، که څوک یې په مخالفت کې پریوځي، دوی به یې په لږ وخت کې ژر له منځه يوسي.
نوموړي نه دي ويلي، چې له « له منځه وړلو» څخه يې هدف په مشخص ډول د مخالفانو وژل دي کنه؟
طالب وياند د « له منځه وړلو» د خبرداري حقوقي منشآ او دغه راز دا نه ده روښانه کړې، چې اعتراض يا اختلاف ته هم د دوی پر وړاندې « دښمني» وايي کنه؟
اول مجاهله د د خپلې مور د ميړه پنجابي مخه ونيسه او دهغه لاره بنده کړه. ته د پنجاب غلامه پنجابي ته سترګې نسې برګولای غلامه په بيګناه خلکو زور او ظلم کوې. ای مرتده د پنجابي مخه ونيسه بيابه موږ تا نر بولو اوس ته شغال يې خنزيره .