لیکوال: آیزک آسیموف
ژباړه: رحمت شاه فراز
۱- ((لومړۍ برخه))
د لیکوال پېژندنه
آیزک آسیموف د جنوري په دوهمه، ۱۹۲۰ کال په روسیه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. آسیموف درې کلن وو چې کورنۍ يې امریکا ته کډه شوه. کورنۍ یې په نیویارک ایالت کې ګڼ پلورنځي درلودل. د دوی په پلورنځيو کې چې د ساینسي افسانونو مجلې خرڅېدې، زلمي آیزک يې په لوست لاس پورې کړ. ده له کیسو سره ډېره مینه لرله او پخپله يې هم د ساینسي افسانونو لیکل پیل کړل. دی چې نولس کلن وو، د ساینسي افسانو په مجلو يې خپلې کیسې وپلورلې.
د مجلو خپروونکو به د آسیموف د کیسو په بدل کې پیسې هم ورکولې، خو په کیسو، ګټلو پیسې يې د ژوند څرخ نه تاوېده، نو خپلو زده کړو ته يې دوام ورکړ او څه موده وروسته يې کولمبیا پوهنتون ته مخه کړه او په ۱۹۳۹ کې يې په کیمیا کې لیسانس واخیست. بیا یې یو څو کاله د امریکا په پوځ کې عسکري وکړه. په ۱۹۴۵ کې چې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، نوموړی بېرته کولمبیا پوهنتون ته راستون شو او په ۱۹۴۸ کې يې په بایوکیمیا کې دوکتورا واخیسته. له ۱۹۴۹ نه تر ۱۹۷۹ پورې يې د بوسټن پوهنتون په طبي پوهنځي کې بایو کیمیا تدریس کړه. په یاد پوهنتون کې د تدریس ترڅنګ آسیموف لیکوالي هم کوله. تر ۱۹۵۸ کال را دېخوا، د آسیموف زړه ته ولوېده چې نور يې له تدریس سره علاقه نشته او غوښتل یې چې لیکوال شي.
آیزک آسیموف په ۱۹۴۲ کې له جرټروډ بلوجرمن سره واده وکړ او دوه زامن یې ترې پیدا شول. آیزک او جرټروډ ۲۸ کاله د واده په تار تړلي وو، خو په ۱۹۷۰ کې يې طلاق واخیست او آیزک په همدې کال یو څه موده وروسته، له جینیټ جیپسن سره واده وکړ.
په ۱۹۴۱ کې، روبي، چې د دې کتاب لومړنۍ کیسه ده، چاپ شوه. تر دې وروسته، آسیموف د روبوټونو په باره کې د کیسو یوه لړۍ ولیکله. په ۱۹۵۰ کې یې خپلې کیسې را ټولې کړې او ټولې يې یو ځای د ((زه روبوټ یم)) تر عنوان لاندې خپرې کړې. ورپسې آسیموف د ساینسي افسانونو د کتابونو په یوه نوي کلکسیون کار پیل کړ او دې کتابونو ته يې د ((بنسټ)) نوم ورکړ. په دې کتابونو کې، آیزک د ملتونو او نړۍ د راتلونکي په باره کې لیکنې کړې، خو کیسې یې د تاریخي کتابونو په سبک لیکل شوې. د آسیموف بنسټ نومي کتابونه د ده د روبوټي کیسو په حیث ډېر زیات مشهور شول. نوموړی د خپل وخت د ساینسي افسانو له درې سترو لیکونکو څخه وو، چې دوه نور يې آرتر سي کلارک او رابرټ هینلین وو.
آسیموف تر ټولو زیات د خپلو ساینسي افسانو له کبله شهرت لري، خو ده په نورو موضوعاتو هم کتابونه لیکلي. نوموړي تاریخي کتابونه، ژوندلیکونه، د نصاب ساینسي کتابونه او د ساینسي افسانو په هکله مقالې هم لیکلې. دغه راز، د ماشومانو لپاره يې هم یو شمېر کتابونه لیکلي. د آسیموف تر څلور سوو زیات کتابونه او په سوونو مقالې چاپ شوې دي. آیزک آسیموف د ګڼو جایزو ګټونکی هم دی.
آیزک آسیموف د ۱۹۲۲ کال، د اپریل په شپږمه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د ساینسي افسانو د نورو لیکوالو پرخلاف، د نوموړي لیکنو او آثارو تر دې دمه خپل ارزښت له لاسه نه دی ورکړی. ډېری هغه نظریات چې آسیموف په خپلو لیکنو کې وړاندې کړي، نن ورځ په حقیقت بدل شوي او ممکن ځینې نظریات يې په راتلونکي کې عملي بڼه خپله کړي.
د دې کیسو په هکله یو یادښت
آسیموف چې په ۱۹۳۰ کلونو کې د روبوټونو په هکله کیسې ولیکلې، لا هم فضا نه وه کشف شوې او هېڅ انسان د ځمکې له جاذبه قوې نه وو وتلی او په فضا کې يې پښه نه وه ایښې. دغه راز، فضايي تمځایونه هم نه ول. لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ چې فضا ته وختله، سپټنیک نومېدله، چې روسي ساینسپوهانو جوړه کړې او په ۱۹۵۷ کال کې فضا ته واستول شوه. په ۱۹۶۹ کې امریکايي ستورمزلي، نیل آرمسټرانګ لومړی ځل په سپوږمۍ پښه کېښوده. نن ورځ، په فضا کې نړیوال فضايي تمځای شتون لري او د بېلا بېلو هېوادونو ستورمزلي او ساینسپوهان د شپږو میاشتو په موده هورې پاتې کېدی شي. په دې سربېره، ساینسپوهانو د نورو سیارو مثلاً مریخ، عطارد، اورانوس، نپتون، زحل او مشتري په هکله د څېړنو لپاره لمریز نظام ته هم سپوږمکۍ استولې دي.
اوسمهال، زیاتره روبوټونه ساده ماشینونه دي، ځینې روبوټونه په کورونو کې پاک کاري کوي او یو شمېر يې په فابریکو کې توکي جوړوي. ساینسپوهانو یو شمېر داسې روبوټونه هم جوړ کړي چې ګرځېدی او د انسانانو په څېر خبرې اترې کولی شي. خو کوم وخت چې آسیموف خپلې کیسې لیکلې، روبوټونو شتون نه درلود او تر دې دمه لا نه وو اختراع شوي.
آسیموف په دې اند وو چې په راتلونکي کې به روبوټونه ټول پېچلي او ستونزمن کارونه وکولی شي. د ده په کیسو کې روبوټونه ځیرک ماشینونه دي، چې فکر او زده کړه کولی شي. خو آسیموف په دې باور وو چې ممکن خلک له دې ماشینونو ووېرېږي. نو، د روبوټونو لپاره يې درې قوانین هم وضع کړل چې هر روبوټ باید غاړه ورته کېږدي. درې واړه قوانین باید د جوړېدو پر وخت د هر روبوټ په حافظه کې ځای پر ځای شي. دغه قوانین د روبوټونو چلند کنټرولوي او خوندي موجودات ترې جوړوي.
آسیموف غوښتل چې په خپلو کیسو کې وړاندې کړی ساینس د امکان تر کچې واقعیت ته نږدې کړي. نوموړي له ساینسي لغتونو او نظریاتو پرېمانه استفاده کړې. دغه راز د خپلو کیسو لپاره يې یو شمېر خاص الفاظ هم منځته راوړي، تر دې چې ځینې لغتونه يې د انګلیسي ژبې یوه برخه ګرځېدلي دي. مثلاً اوس چې خلک د روبوټپوهنې په هکله خبرې کوي، نو Robotics ورته کاروي، چې د آسیموف اختراع کړې کلمه ده.
د ((زه روبوټ یم ۲۰۰۴) په نوم فلم هم د دغه کتاب له نوم سره ورته دی، خو په فلم کې د دې کتاب یوه کیسه هم نه ده راغلې. دغه فلم د یوه بل لیکوال پر کیسه جوړ شوی، خو په فلم کې د روبوټپوهنې په هکله د آسیموف یو شمېر نظریات انځور شوي دي.
د ساینسي افسانو هغه کلمې چې آسیموف اختراع کړې
- ټاکسي جایرو (taxi-gyro): هغه ټاکسي چې الوتلی شي.
- ویزيووکس (visivox) : په راتلونکي کې یو ډول تیاتر.
- پوزیتروني ماغزه (positronic brain) : یو ډول ټکنالوژي چې له مخې يې روبوټونه د روبوټپوهنې درې قوانینو ته غاړه ږدي.
- کنورټر (converter): هغه ماشین چې د لمر انرژي جمع کوي، حالت يې بدلوي او بیا يې ځمکې ته استوي. دغه انرژي د یوې وړانګې په شکل استول کېږي.
- الکتروني توپان (electronic storm) : د الکترونونو (منفي برق) لویې ورېځې چې توپانونه جوړوي او د الکترونیکي ماشینونو لپاره ستونزې جوړوي.
- ایل ټیوب (L-tube) : د کنټرول یوه برخه.
- د وړانګې مدیر (beam Director) : هغه ماشین چې د انرژۍ وړانګې ځمکې ته استوي.
- امپریشن (impression): د جوړېدو په وخت کې د روبوټ په پوزیتروني ذهن کې قوانین یا پوهه ځای پر ځای کول.
- د روبوټونو ارواپوهه (robot-psychologist) : هغه څوک چې د روبوټونو چلند څېړي.
- روبوټپوهنه (robotics): هغه پوهه چې روبوټونه څېړي.
- مټریکس میخانیک (matrix mechanics) : د ریاضیاتو یو ځانګړی او پرمختللی ډول.
- هایپر اټومي انرژي (hyperatomic energy) : د انرژۍ هغه ډول چې له اتومي انرژي خورا ډېره قوي ده.
- هایپر اټومي ډرایو (hyerpatomic drive) : هغه ماشین چې خورا قوي انرژي مصرفوي. په دې کیسو کې فضايي بېړۍ د نور په سرعت حرکت کولی شي، ځکه چې هایپر اټومي ډرایوونه لري.
- هایپر بیس(Hyper Base) : یو خاص فضايي تمځای چې هلته هایپر اټومي انرژي تولیدېږي.
- ویډیوفون (videophone): هغه ټلیفون چې په هغه کې مقابل لوری لیدلی هم شئ.