تاند:( يکشنبه، د جدي شپږ ویشتمه) د کابل ښار د دولسمې ناحيې ( احمد شاه بابا مېنې) اړوند پهبت خاک څلور لارې کې د نننۍ چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او څو تنه طالبان ټپیان شوې دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، چې په چاودنه کې ۲ طالبان ټپیان شوي.
ځينو نورو طالب سرچینو د خپلو ټپیانو شمېر ۴ تنه ښودلی دی.
يوه عيني شاهد له چاودنې وروسته د طالبانو په ډزو د يو شمېر ملکيانو د ټپي کیدو ادعا هم کړې، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.