یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکمنستان ته د اميرخان متقي د سفر جزييات رسنيز شول

ترکمنستان ته د اميرخان متقي د سفر جزييات رسنيز شول

تاند:( يکشنبه، د جدي شپږ ویشتمه) ‏‏ ‏‏‏د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، ترکمنستان ته د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ورغلي لوړ پوړي پلاوي د سفر جزييات رسنيز کړل.

سرچينې ويلي، چې دا سفر د ترکمنستان په بلنه ترسره شوی او پرون يې د یاد هیواد د صدر اعظم مرستیال او خارجه وزیر رشید مرادوف او د نورو مسئولینو سره

دوه اړخیزه ناسته وکړه.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: په دغه ناسته کې چي ټوله ورځ یې دوام درلود، ‏د افغانستان-ترکمنستان ترمنځ په دوه اړخیزو سیاسي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو، امنیتي همکاریو، ټاپي او ټاپ پروژو د ژر پېلېدو، د تجارت او خصوصي سکتور فعالیت پر ودې ، مرمر ډبرې، وچې او تازه مېوې او د نورو توکو صادراتو پر زیادښت او په خاص ډول راتلونکي پسرلي کې په اقېنه او تورغنډۍ ‏بندرونو کې د اورګاډي نیمګړو پروژو بشپړول او په افغانستان کې د لمریزې او بادي برېښنا باندي د پانګونې اړوند ګټور بحثونه او ګډ نظر ته ورسېدل.

سرچينه زياتوي: دغه راز هوکړه وشوه چې د افغانستان لار به د ټرانزیټ لپاره د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ وکارول شي او د همدې لاري به مایع ګاز، معدنیات، خوارکي‏توکي او نور تجارتي اموال انتقالیږي.

طالبان وايي، د دواړو لوریو تر منځ توافق وشو چې د روانې جنوري میاشتي پر ۲۲مه نېټه به دوه اړخیز تخنېکي ټېمونه په کابل کې ناسته کوي او توافق وشو چې د برق د ټاپ او رېل پټلۍ غځونې کار به د را روان کال پسرلي (مارچ) کې افتتاح او عملا پېل شي.

د طالبانو د خبرپاڼې په حواله، په دې لیدنه کې د ‏کرونا ناروغۍ له امله افغانستان کې بند پاتې لسګونو محصلینو په اړه هم ژمنه وشوه چې د مارچ له پېل سره به په تدریجي توکه یاد هېواد ته د ورتګ اجازه ورکړل شي او ضمن کې توافق وشو چې ترکمنستان به افغان محصلینو ته د نفت او ګازو، رېل پټلۍ او نورو تخنیکي برخو کې تحصیلي بورسونه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب