Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کندوز چارواکي: ۴ مياشتو کې ۵۶۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي

د کندوز چارواکي: ۴ مياشتو کې ۵۶۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي

تاند:( يکشنبه، د جدي شپږ ویشتمه) ‏‏په کندوز کې د طالبانو مستوفي ملا محمد نسیم وايي، چې په تېرو ۴ مياشتو کې د دې ولايت له مختلفو ادارو څخه تر ۵۶۰ ميليونه افغانيو پورې عوايد تر لاسه شوي دي.

ملا نسيم دا هم ويلي، چې د مخکيني نظام د څلورو مياشتو په نسبت د کندوز عوايد‌ ۸۰ سلنه زيات شوي دي.

د کندوز د مستوفي په وينا: د کرنې، معادن، عدلیې ریاست او نورو ادارو څخه دغه عوايد ترلاسه شوي دي.

د افغانستان له نورو سيمو څخه هم طالبانو د عوایدو د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي، چې له شل کلن ځنډ وروسته افغانستان له داخلي عوايدو څخه د خپلې بوديجې په تمویلولو توانیدلی.

له دې سره، د دولتي ادارو کارکوونکي وايي چې په مياشتو- مياشتو معاشونه نه ورکول کيږي، امتیازات او ډوډۍ پرې بنده شوې او حکومتولي سخته ټکنۍ شوې ده.

د افغانستان د جمهوري نظام د لګښتونو تر ټولو لویه برخه په جګړې متمرکزه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...