یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمفتي حکيمي: ۱۱ ولایتونو کې مو ۳ زره تنه له خپلو لیکو...

مفتي حکيمي: ۱۱ ولایتونو کې مو ۳ زره تنه له خپلو لیکو تصفيه کړي

تاند:( يکشنبه، د جدي شپږ ویشتمه) ‏‏د طالبانو د ليکو د تصفيې کميسيون وايي، چې تر اوسه یې په ۱۱ ولایتونو کې د خپلو لیکو د تصفيې بهیر مخته وړی او تر ۳ زرو پورې هغه کسان یې په نښه کړي او له خپلو لیکو ويستي، چې ‌د دوی له نومه یې ناوړه استفاده کوله او خلکو ته یې ستونزې جوړولې.

د طالبانو د ليکو د تصفيې کميسيون مشر دا هم وويل، چې له خپلو لیکو تصفيه کړو ډېرو دغو کسانو ته يې دوسیې جوړې او عدلي او قضايي ادارو ته یې معرفي کړي دي.

مفتي حکيمي، چې په ورته وخت کې د طالبانو د دفاع وزارت سر مفتش هم دی، د دوی له اصولو سرغړونکو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د تصفيې کميسيون به يې پيدا او مجازات کړي.

هغه له خلکو هم غوښتي، چې په دې اړه شکايتونه او اسناد ورسره شريک کړي.

د طالبانو د لیکو د تصفيې کميسيون مشر نه دي ويلي، چې د لیکو د تصفيې اړتيا یې څومره نوره هم جدي ده او کميسيون به تر کله خپل فعاليت ته دوام ورکوي؟

هغه مخکې په یوه مرکه کې ويلي و، چې د بیا ځلي واکمنۍ په لومړیو کې يې د داعش یو غړی په دفاع وزارت کې د عمومي رییس په توګه ټاکل شوی و.

لطف الله حکیمي د دغه کس په اړه نور جزییات نه وو ورکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب