پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د زړه له حملې وروسته څو کاله احتیاط کوئ

د زړه له حملې وروسته څو کاله احتیاط کوئ

په کاناډا کې له یوې څېړنې سرزه سم، په اکثرو مواردو کې د زړه لومړۍ حمله د نورو حملو پیلامه وي او ناروغ باید تر پنځو کلونو خپلې روغتيا ته تر معمول زیات پام وکړي.

دغه څېړنه د کاناډايي څېړونکو له خوا په ۲۶ زره کسانو ، چې د زړه ناروغي یې لرله، شوې ده.

 د څېدنې پر اساس، هغوی چې لومړی ځل پرې د زړه حمله راځي تر ۹۰ ورځو تر روغتيايي څارنې لاندې نیول کېږي، خو د دغې څېړنډلې مشر ډاکټر ریچارډ شوراتڅ وايي، هغوی چې د زړه حمله پرې راغلې باید تر کلونو پورې تر څارنې لاندې ونیول شي.

د وینې د فشار او د زړه د دربا کنټرول، د ژوند بڼې بدلون، تکړښت (سپورت)، سیګرټ نه څکول او نور، هغه چارې دي چې د ډاکټر شوارتز په خبره باید د زړه تر حملې وروسته جدي پاملرنه ورته وشي.

۳۶ سلنه د زړه د حملې ناروغان چې په دې څېړنه کې تر ارزونې لاندې نیول شوي وو، له لومړۍ حملې وروسته تر پنځو کلونو بیاځلي حمله پرې راغلې یا مړه شوي دي.

په پرمختیايي هېوادونو کې د زړه حمله د انسانانو د مړینې لومړنی یا دویم لامل دی، خو په پرمختللیو هېوادونو لکه شمالي امریکا او لوېديځه اروپا کې بیا د زړه حمله د انسانانو د مړینې درېیم یا څلورم عامل دی.

ډاکټر مایکل هیل د کاناډا د روغتيا ټولنې مجلې ته ویلي، د عام باور پر خلاف د زړه حمله یوازې د عمر خوړلیو کسانو لپاره نه، بلکې د ټولې ټولنې لپاره ګواښ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب