جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه غزني کې په يو ميليون ډالرو د‌ لوښو او کالیو مینځلو...

په غزني کې په يو ميليون ډالرو د‌ لوښو او کالیو مینځلو فابریکه جوړیږي

تاند:( پنجشنبه، د حمل څلورمه) ‏په غزني کې د لوښو او کالیو مېنځلو مایع د يوې تولیدي فابریکې د جوړولو چارې پيل شوې.

د طالبانو چارواکي وايي، چې پر دې فابریکې څه باندې یو مېلیون امریکايي ډالر پانګونه شوې ده.

د دې فابريکې د جوړېدو په مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

طالب چارواکو د دې فابريکې د پانګوالو ستاینه وکړه، چې په دې شرايطو کې یې پانګونې ته زړه ښه کړی.

په افغانستان کې له څو مياشتو راهيسې، چې طالبان حاکم شوي، په سلګونه میلیونه ډالره پانګه له هېواده ايستل شوې ده.

پر راتلونکي بې باوري، د طالبانو د واکمنۍ نه په رسميت پېژندل او د مشروعيت نشتوالی او له افغانستان سره تر بشري مرستو د نړیوالو د اړیکو محدودیت د دغه وضعیت اصلي لاملونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب