شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکندهار کې دTTP يو مهم مشر وژل شوی

کندهار کې دTTP يو مهم مشر وژل شوی

تاند:(پنجشنبه، د حمل څلورمه) په کندهار کې د پاکستاني طالبانو TTP یو مهم غړی حکیم سندي پرون وژل شوی دی.

د طالبانو امنیتي سرچینو دا پېښه تایید کړې او د نامعلومو وسله والو کار ېې ګڼلی دی.

حکیم سندي په لومړیو کې د پاکستان د «جنګوي لښکر» ډلې غړی و؛ خو وروسته له پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) سره یوځای شو.

سندي تر دې مخکې په بیا بیا په ننګرهار او کونړ کې لیدل شوی او په دغو ولایتونو کې له څو بریدونو روغ وتلی و.

پر افغانستان حاکمو ظاهرا د پاکستان د تحريک طالبان د غړو د وژلو مسووليت تل پر «نا څرګندو وسله والو» اچولی، خو د دوی منتقدان ادعا لري چې داسې وژنې يا دوی خپله کوي او یا د پاکستان رسمي امنيتي ځواکونه يې د سرته رسولو لپاره د افغانستان خاورې ته را ننوځي.

د پاکستان د تحريک طالبان د غرو تر څنګ د پاکستان د بلوچ ازادي غوښتونکو یو شمېر مشران هم د طالبانو له واکمنیدو وروسته په افغانستان کې وژل شوي دي.

بلوچ ازادي غوښتونکو طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې د داسې پېښو له دوام په صورت کې به په پاکستان کې د افغان طالب چارواکو کورنۍ په نخښه کړي.

2 COMMENTS

  1. خلیفه حکیم سندهی وژل شوی ندی خاص شهید دی اوس به یی اویا حوری غیږی کی او دشرابو جامونه به ورسره وی اخبار والا په سپین سترګی لیکلی چی وژل شوی د وژل پجای باید شهید ولیکی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب