شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهيوناما متقي ته، د نجونو د ښوونځيو له کبله نړۍ ته بې...

يوناما متقي ته، د نجونو د ښوونځيو له کبله نړۍ ته بې باوره کیږئ

تاند:(پنجشنبه، د حمل څلورمه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د دفتر مشرې مېرمن ديبورا لاينز د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ته د دوی له لوري د نجونو د ښوونځيو د تړل کیدو د دوام په غبرګون کې لیک لیکلی.

مېرمن لاینز په دې لیک کې د طالبانو پر یادې پریکړې ژوره خواشیني ښودلې او ویلي: دا پریکړه پر طالبانو د خلکو او نړۍ باور له منځه وړي.

د يوناما مشرې له طالب مشرانو غوښتي، چې د ټولو نجونو او هلکانو د زده کړو حق تضمين کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ پرون له شپږم ټولګي څخه پورته د افغان نجونو د ښوونځيو د تړلو په اړه د طالبانو پریکړه له افغانانو او نړیوالو سره په دې اړه د طالبانو د شویو ژمنو خلاف وباله.

‏د طالبانو يو شمېر مشهورو مبلغانو هم له عامه ذهنیت څخه په متاثریدو د نجونو د ښوونځيو د تړلو د دوام په اړه د خپلو مشرانو پريکړه نقد کړې او ويلي، چې خلکو ته د دې پریکړې د توجیې او ځواب لپاره څه نه لري.

د افغانستان د تعلیمي نظام خلاف د طالبانو د اقداماتو او تبلیغاتو په لړ کې پرون د طالبانو د رييس الوزرا استازي او د چارو ادارې مرستیال مولوي نورالحق، وويل:« د مخکیني حکومت تعلیمي نصاب بهرنیانو جوړ کړی و او هغه کار‍پوهانو په دغه کار کې ونډه لرله چې د امریکا ګټو ته ژمن کسان وو، نه د افغانستان نسلونو ته.»

‏د طالبانو پوهنې وزارت پرون په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه نقض او ویې ویل چې د دغو ښوونځيو درسونه تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شول.

د طالبانو په اړونده اعلاميه کې راغلي:«هر کله چې په دي اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او داسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيا ‏به مکاتبو او ليسو ته رسما خبر ورکول شي.»

دا پریکړه په داسې حال کې شوې، چې د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د طالبانو ژمنه پرون بايد پوره شوې وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب