شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبلینکن: که طالبان خپله پرېکړه وانخلي تاوان به وکړي

بلینکن: که طالبان خپله پرېکړه وانخلي تاوان به وکړي

تاند(پنجشنبه، د حمل ۳ مه) د طالبانو له لوري د نجونو د لېسو د نه پرانیستلو په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، که طالبان په دې برخه کې خپله پرېکړه بېرته وانخلي، له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره هیلې یې زیان ویني.

ښاغلي بلینکن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«

زده کړې یو بشري حق دی. د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان خلکو ته له ورکړیو ژمنو چې ټول به نن په ټولو کچو ښوونځیو ته تللی شي، د شاتګ لپاره د طالبانو پلمې نه مني.»

د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر همداراز ویلي، امریکا له افغان نجونو او د هغوی له کورنیو سره ولاړه ده.

ده زیاته کړې:«که طالبان دا پرېکړه وانخلي، دا به د افغانانو د اقتصادي ودې لپاره له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو د ښه کېدو هیلو ته جدي زیان واړوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نید پرایس هم د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه د طالبانو پرېکړه وغندله او ویې ویل، دا پرېکړه د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو پر وړتیا اغېز شیندي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه د طالبانو د مشرتابه پر پرېکړې پرون د ملګروملتو ژوره اندېښنه او مایوسي رسماً طالبانو ته ورسوله.

دې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته په خپل لیک کې ویلي چې دا پرېکړه اعتماد له منځه وړي او له طالب مشرانو په کلکه غواړي ټولو نجونو او هلکانو ته د زده کړو لار هواره کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د نجونو د ښوونځیو په اړه د طالبانو پرېکړه له افغانانو او نړیوالو سره خیانت بللې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې اعلامیې په خپرولو ټینګار کړی چې د طالبانو دا ډول کړنې به د افغانستان پر بشري حقونو، پرمختګ او اقتصاد ژور اغېز وکړي. 

په اعلامیه کې راغلي دي چې د قطر دولت د یوه اسلامي هيواد په توګه چې ښځې يې د زده کړو په ګډون له ټولو حقونو برخمنې دي د طالبانو له حکومت غواړي چې د ښځو د حقونو په اړه د اسلام د سپیڅلي دین له لارښوونو سره سم په خپله پریکړه له سره کتنه وکړي. 

اروپايي اتحادیې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه د طالبانو پر پرېکړې ژوره خواشیني ښکاره کړه، ویې ویل: «د طالبانو دا اعلان د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې لوی شاتګ دی.»

اروپايي اتحادیې له طالب چارواکو هیله کړې چې د افغانانو احساساتو ته درناوی وکړي او فوراً دا یقیني کړي چې ټول افغان نجونې، ښځې، هلکان او سړي ښوونځیو ته ستانه شي.

اروپايي اتحادیې ویلي چې طالبانو له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

2 COMMENTS

  1. طالبان دا پریګړه په نړیوالو باندی خوصوسن په امریکا ده یو فیشار په توګه استعمالوی. پدی سره به دونیا لمړی امریکی ته ګوته نیسی چی طالب سره صلحی ته ورسیده. ده دی پریکړی په بدل کی به طالب یو څه امتیازات ترلاسه کړی خو نړی ته به هم بی اعتباره ښکاره شی.

  2. طالبان په خپله ژمنه ندي ولاړ، او یوه خوله هم ندي، او د افغانستان او افغان ملت ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته هم ژمن ندي، که نه نو دوی ولې د انجونو ښوونځي وتړل ؟! دوی ولې ملي بیرغ سره دښمني پالي ؟! دوی ولې د پنجاب ادارې او آی ایس آی تر بې حده زیات اغیز لاندې دي ؟!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب