شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهايران په افغانستان کې د سياسي مذاکراتو غوښتنه وکړه

ايران په افغانستان کې د سياسي مذاکراتو غوښتنه وکړه

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۲۱مه)‏‌ ‏د ایران ولسمشر ابراهيم رئيسي په افغانستان کې د نا امنیو د مخنیوي لپاره د ټول ګډونه حکومت په موخه د عملي سياسي مذاکراتو د پيل غوښتنه وکړه.

 نوموړي د سیکا غونډې ته د وینا پر مهال وویل،چې په ټول ګډونه حکومت کې دې ټول قومونه شریک او دغه حکومت دې له نړیوالو او په خاصه توګه ګاونډيانو سره ژمنې عملي کړي.

د ایران ولسمشر په افغانستان کې د شته نا امنیو تر شا د امریکا متحده ایالاتو د لاس لرلو تور هم پورې کړ.

ايراني ولسمشر له زیاتو جزیاتو پرته دا هم وويل،چې داعش ډله له سوریې څخه نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا په یاده غونډه کې د افغانستان سوله او ثبات په دې دلیل اړين ګڼلی،چې د کډوالۍ او ترهګرۍ په مهارولو کې مهم رول لري.

د‌ سیکا شپږمه غونډه په قزاقستان هېواد کې پیل شوې،چې اردوغان پکې د افغانستان د نه يوازې پريښودو او بشري مرستو پر دوام هم ټينګار کړی.

د طالبانو حاکمې ادارې د ايران د ولسمشر غوښتنو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب