جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله:«غیر شرعي او غیر اسلامي» قوانین او احکام لغوه کوم

ملا هبت الله:«غیر شرعي او غیر اسلامي» قوانین او احکام لغوه کوم

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۲۱مه)‏‌ د طالبانو د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده په يوه تازه غږيز کليپ کې نوموړي د ټولو هغو قوانينو او احکامو د لغوه کیدو خبر ورکړی، چې ده « غیر اسلامي او غير شرعي» ګڼلي دي.

 ‏هبت‌الله آخوندزاده په دې غږيږ کليب کې چې د طالبانو د يو شمېر وياندويانو له لوري هم خپور شوی، زياته کړې چې په دې ېې علماوو سره ګډ کار پیل کړی او د وزارتونو او ټولو ادارو هغه قوانین څېړي،چې د شل کلن جمهوري نظام پر مهال جوړ شوي.

د هغه په خبره، ډېر داسې قوانين او لوایح شته، چې د دوی له معيارونو سره سم نه دي او لغوه به شي.

ملا هبت الله په خپل دغه غږیږ کليپ کې د بشپړ او سل په سلو کې «اسلامي نظام» د حاکمولو خبر ورکړی.

په دې کليپ کې د طالبانو امیرالمؤمنین دا هم ویلي،چې د شرعي اصولو له مخې نړيوالو سره تعامل کوي.

د طالبانو د امیرالمؤمنین څرګندونې په داسې حال کې دي،چې ډېری افغان حقوق پوهان د افغانستان وروستی اساسي قانون او نور قوانين په سیمه او نړۍ کې له تر ټولو اسلامي قوانینو څخه ګڼي.

د طالبانو مشرتابه نه ده په ډاګه کړې،چې په لويه سطحه د افغانستان کوم قوانین کوم داسې ټکي لري، چې ده ته غیر اسلامي او غير شرعي ښکاري.

7 COMMENTS

  1. لمري خو غير شرعي دادي چي تاسو د اوښانو پر ځاي له موترونو خخه کار اخلي دا بايد بند شي، د سيلفون استيمال د پغيبر په وخت که نه بايد بند شي. امير د خللکو له خوا انتخاب کيده نه د يو تروريست دلي له خواه بايد نوي امير وتاکل شي د خلکو له خوا. که اسلام دي خو همدا دي او کنه د پنجاب هيرامندوي قوانين دلته د منلو ور ندي.

  2. ته په ناروا راغلی یې ! تاسره کوم افغان وګړي او یا هم ملت په غونډه کې بیعت کړی دی ؟ تا خپل ځان پخپله پر افغانانو تحمیل کړی دی، او د افغان ولس په ضد او د پنجابک په لنګه د خپلو افغانانو راتلونکی له ننګونو سره مخ کوې.. ښوونځي دي تړلي دي، د بشر حقوق نقضوې، پخواني نظام عسکر په سیستماتیک ډول وژنې، افغانستان د القاعده په پټنځای او د آی ایس آی په Deep State Policty او پنځمې صوبې بدلوې، جنسي تبعیض او مدذهبي او قومي لږکي وژنې..
    ملابرادره !
    د الله پاک نه ویریږه او د خلیفه عمر رضي الله عنه په شان چې د مدینې منورې په کوڅو کې ګرځیده، داسې د خپل ملت په وړاندې ښکاره شه، د آی ایس آی د هیډکوارټرو څخه د باجوه د ترجمان او استازي رول مه لوبوه، ګینې خیر به دې نه وي، دا شپې به هم تیرې شي، خو هم به په تاریخ کې بدنام یاست او هم به دې په لر او بر وطن کې شپه قیمت شي.

  3. زما په نظر دا ملا برادر او ملګري يي اسلن په اسلام هيڅ عقيده نه لري
    په افغانستان کي کومه ماده د پخواني اسلامي جمهريت د قانون شته چي هغه اسللامي نه ده، په د مرتدو پسي ولي دا اولس نه را پاڅيږي.

  4. ملا لعنت ال… ته باید وویل شي چې د ملا نصرالدین کانه به درباندې وشي .
    وایی ملا په کور کې ناست وو چې مېلمه راغی ، ښځې یې په تناره کې ډوډۍ پخوله . د ملا فکر شو چې دښځې خښتک ئې شلېدلی دی ، د دې لپاره چې د مېلمه فکر بلې خواته کړي ، مېلمه ته ئې وویل چې دا کوټه ډېره زړه شوېده او کال ته به دا دستک بدل کړم . کله چې مېلمه پورته وکتل ملا د خپلې مېرمنې خواته سیخ نژدې کړ. خو د مېرمنې ئې له ډاره تیز ووت .
    مېلمه ملاته وویل چې ملا ګله دا کوټه به ورانه کړې ، خو جوړه به ئې نه کړې .
    مونږ هم ملا ته مشوره ورکوو چې په دې جوړ کور غرض مه لره ، وران به ئې کړې او جوړ به ئې نه کړې . تاسو چېرته داسې حقوق پوهان لرئ چې نوي قوانین جوړ کړي ؟

  5. د کرنيل امام د خپل کتاب له مخې پاکستان درې موخې لرلې :
     ادغام
     د خپلې خوښې لاسپوڅی حکومت
     د ځان لپاره خوندي سيمه

    لومړی : ادغام
    د افغانستان د جهاد داستان
    د طالبانو اسلامي امارت
    افغان جهاد او ۳۵ مثالي ځوانان
    امريکا لا هم هغه وخت نه غوښتل د روسيې پر وړاندې ځان د خبرې سر کړي، خو دا پاکستان و چې هر څه يې پر ځان ومنل او يو سخت دشمن سره مخ شو. نو د امريکا ارادې په وروستيو کې خرابې وې. هغه کارونه چې مونږ د افغان جهاد کې له ګډونه بايد د پاکستان له پاره کړی وی نه وو شوي. د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړی شوی وی، خو مونږ چې ليدل په کابل کې د مجاهدينو له حکومت جوړېدو وروسته هر څه زمونږ له لاسه ووځي.
    ۵۶ مخ

    مشاهد حسين :
    ما جنرال حميد ګل ته چې هغه مهال د آی ايس آی ISI مشر وو، وويل. دا ډېره ښه موقع ده. راځئ چې د ډيورنډلاين Durand-line په رسمي توګه د سرحد کولو لپاره کار پيل کړو. هغه راته کړل چې ((زموږ سرحد خو د آمو سيند دی)).
    هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو.

    دوهم : لاسپوڅی حکومت
    کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :
    د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.
    په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.

    درېيم : خوندي سيمه
    کرنيل امام :
    مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي، خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

  6. د اسد دراني د وينا له مخې غني ته دوه لارې مخته وې چې يا به په دار ځړېده او يا دا چې هېواد پرېږدي.
    له ډېر مجبوريته تللی دی، خو يوه لويه لوبه ورته جوړه شوې وه او الله پرې رحمېدلی وو، نو ځکه يې هېواد پرېښود. که پاتې شوی وای، نو له شک پرته چې د ډاکټر نجيب الله غوندې کانه ورسره کېدله.

  7. وائي د غريب سړي په اذان خلک لمونځ نه کوي ، زه يو وار بيا وايم چې والله بالله چې د ملا هیبت الله دفتر د آی ایس آی تر کامل ولکې لاندی دی ۰ او د خدای په قهر کـکړشې ته څوګ یی چی د ۳۵ ملیونه افغانانو برخه لېک ټاکې ؟ څلور مليونه افغان نجونی دی له خپل شرعی او انساني حق یعنې تعلیم او زده کړې نه محروم کړي ،چا درته دا صلاحیت درکړې ؟ چا ټاکلې ېې ؟ ته خو دې اول څېره خلکو ته وښېه، آیا د اسلام په ټول تاریخ کی داسی کوم امیرتیر شوې چې خپل ځان او څېره له خپل ولس نه پټ کړې او د خبرو په وخت کې یی شا خلکو ته اړولې وي؟
    عجيبه بیا دا ده چی د طالبانو په درجن درجن غټانو کی یو نراو وطنپال طالب نه پیدا کیږي چې د آی ایس آی د دی لاس په نامه ګوډاګې سره حساب او کتاب وکړي، دا ورځې به تیری شي خو راتلونکي نسلونه به پرټولو هغو باندې تو لعنت ووائي چې د دی پنجابي نوکر مقابل کې چپه خوله ناست دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب