یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+قطري چارواکو د افغان لرغونو اثارو د لیلام مخه ونیوله

قطري چارواکو د افغان لرغونو اثارو د لیلام مخه ونیوله

تاند- د قطر د لروغونو اثارو مسوولان وايي چې په اروپايي هیوادونو کې یې د افغانستان د څه باندې لسو غلا شویو لرغونو اثارو د لیلام کېدو مخه ډب کړې ده.

د بریتانیا ارټ ورځپاڼې پرون په دې اړه په راپور کې لیکلي چې د قطر د نړیوال ګمرکي سازمان او د دوحې د ملي کتابتون ټیم د انترپول یا نړیوالو پولیسو په همکارۍ یو شمېر قلمي نسخې، چې له درېیمې تر شلمې پېړیو پورې تړاو لري او په لویو نړیوالو لیلام خونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوې وې، وپېژندلې.

دا خطي نسخې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ غلا شوې وې.

په دوحه کې د ملي کتابتون د ځانګړو کلیکسونونو ريیس سټېفن ایپرټ وايي:«په ۲۰۲۰ کې موږ د خپلو نړیوالو متخصصانو په وسیله معلومه کړه چې له کابل څخه یو شمېر راوړل شوي قراني خطي نسخې په پاریس، لندن، امستردام او ایران کې پلورل کېږي. زموږ پام یوې ښکلې قلمي نسخې، یوه ډیر ښایسته او نادر قرآن، چې د لندن په سوت بې کې خرڅلاو ته اېښودل شوې وه، ځان ته واړاوه.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب