شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهامريکا: افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې مشري مو خپل یوه متحد...

امريکا: افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې مشري مو خپل یوه متحد ته سپارلې ده

تاند:(جمعه ،د ميزان ۲۲مه)‏‌ امریکا متحده ایالاتو د خپل ملي امنیت په نوې اعلان کړې ستراتیژۍ کې ویلي، چې له دې وروسته به «افغانستان کې د ترهگرۍ خلاف مبارزه د امریکا د یو متحد په مشرۍ او د امریکا په ملاتړ پر مخ وړل کیږي».

 دغه سند چې پرون د اکتوبر په ۱۲ مه خپور شوی وایي چې تر دې مخکې امریکا پخپله د ترهگرۍ ضد مبارزې مشري کوله او متحدان به یې ورسره همکار وو خو اوس یې دغه تګلاره بدله کړې ده.

امريکا متحده ايالاتو د دغه متحد نوم ېې نه دی اخیستی، خو ګومان کېږي چې دغه متحد هېواد ېې پاکستان وي.

 د پاکستان لوی درستیز جنرال باجوه څو ورځې مخکې واشنگټن ته سفر کړی او له امریکایي چارواکو سره یې د خبرو د اجنډا یوه برخه په افغانستان کې د تروریزم خلاف مبارزه کې د امریکا او پاکستان همکاري وه.

پاکستاني او امريکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د ادارې دریځ په دې اړه نه دی په ډاګه شوی.

طالب چارواکي په ښکاره، په افغانستان کې د امریکا د بریدونو او استخباراتي فعاليتونو مخالفت کوي، خو منتقدین یې باور لري چې د پردې تر شا دوی د قطر د توافقاتو په اساس امريکا سره پټې معاهدې لړي.

طالبان بيا دغه تورونه بې بنسټه بولي.

تېره اونۍ د طالبانو د استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق په قطر کې د امریکا د استخباراتو له مرستیال سره ولیدل، چې جزییات یې نه دي په ډاګه شوي.

د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده ویلي، چې د استخباراتو اداره به ېې مستقيم د ده تر نظر لاندې فعاليت کوي.

هغه په یوه تازه وينا کې دا هم وويل،چې د اسلامي شریعت په اساس له نړیوالو سره تعامل کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب