Homeخبرونهشهباز شريف: افغان ثبات تر هر هېواد ډېر د پاکستان په ګټه...

شهباز شريف: افغان ثبات تر هر هېواد ډېر د پاکستان په ګټه دی

تاند:(جمعه ،د ميزان ۲۲مه)‏‌ د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د سایکا په شپږمه سرمشريزه غونډه کې وويل، چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او پراختيا لپاره د افغانانو د مبارزې ملاتړ کوي.

هغه په دې اړه څه نه دي ويلي،چې په دې برخه کې له مبارزې څخه ېې هدف د طالبانو که د دوی مخالفان دي.

پاکستاني صدراعظم زیاته کړې،چې د افغانستان په سوله او ثبات کې تر بل هر هېواد د‌ پاکستان ډېره ګټه ده.

هغه په پاکستان کې د څلور میلیونه افغان کډوالو د موجودیت خبر ورکړی او ویلي،چې هېواد ېې خوندي، باثباته، متحد او سوکاله افغانستان غواړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو طالب چارواکو په ګډون ډېری افغانان د افغانستان په اړه د پاکستان سياستونو ته د شک په سترګه ګوري او د بې ثباتۍ تر ټولو اصلي عامل یې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...