Homeخبرونهد پکتیا پر څمکنیو د پاکستان برید؛ لسګونه کسان وژل شوي او...

د پکتیا پر څمکنیو د پاکستان برید؛ لسګونه کسان وژل شوي او ۱۶۴ نور ټپیان دي

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۸مه) تېره شپه د دې ولایت پر څمکنیو ولسوالۍ د پاکستاني الوتکو  په بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي. ځینې خلک د ټپیانو شمېر ۱۶۴ تنه ښيي.

د پکتیا کې د عامې روغتیا رئیس ویلي ښایي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.

 د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر معراج‌ګل عادل باختر خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې لومړنۍ شمېرې ښيي د تېرې شپې بریدونو په څمکنیو ولسوالۍ کې ۱۶ تنه وژلي او ۱۶۴ نور یې ټپیان کړي دي.

هغه زیاته کړه چې، په دغو بریدونو کې د خلکو استوګنیز کورونه او عامه ځایونه هم زیانمن شوي دي.

د نوموړي په وینا، د زیانونو ارزونه او د ژغورنې چارې لا هم روانې دي او د بشپړو ارزونو له پای ته رسېدو سره د مرګ‌ژوبلې د شمېر د لوړېدو احتمال شته.

دغه راز د پاکستان پوځ تېره شپه پر پکتیکا او کونړ ولایتونو هم هوایي بمبارد کړی چې، له امله یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کونړ کې د پاکستان هوایي برید ۳۰ څاروي وژلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...