Homeخبرونهکونړ کې د پاکستان هوایي برید ۳۰ څاروي وژلي

کونړ کې د پاکستان هوایي برید ۳۰ څاروي وژلي

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۸مه) د کونړ په منوره ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي برید له کبله یو کور ویجاړ شوی؛ خوځاني زیان نه‌دی اوښتی

یاد ولایت کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان وایي، چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې پاکستاني پوځ جیت الوتکو د منورې ولسوالۍ د برولو سیمې پر یوه ملکي کور هوايي برید کړی دی.

د نوموړي د مالوماتو له مخې، برید د یوه ځايي اوسېدونکي اسحاق نومي پر کور شوی، چې له کبله یې کور  بشپړ ویجاړ شوی؛ خو ځاني مرګ‌ او ژوبله نه‌ده اوښتې.

دهقان زیاته کړې، په دې برید کې شاوخوا ۳۰ سره څاروي له منځه تللي دي.

د کونړ ترڅنګ پاکستان تېره شپه پر پکتیا او پکتیکا ولایتونو هم هوایي بمبارۍ کړي چې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغو بریدونو په کور دننه او د باندې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

حامدکرزی:د پاکستان هوایي بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...