Homeخبرونهخلیلزاد: له بریدونو ښکاري چې «اسلام‌اباد» د خبرو له لارې د ستونزو...

خلیلزاد: له بریدونو ښکاري چې «اسلام‌اباد» د خبرو له لارې د ستونزو د حل اراده نه لري

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۸مه) افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي چې د پاکستان د تېرې شپې په هوایي بریدونو په زیات ‌شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خلیلزاد د پاکستاني پوځ د تېرې شپې بریدونه په کلکه غندلي او په وینا چې له دغو بریدونو ښکاري چې «اسلام‌اباد» د خبرو له لارې د ستونزو د حل اراده نه لري.

خلیلزاد ویلي چې پاکستان د مذاکراتو له لارې د اختلافاتو د حل په برخه کې د نړیوالې ټولنې او حتا د خپلو خلکو غوښتنې بابېزه ګڼلې او یو ځل بیا یې پر افغان خاوره بریدونه وکړل.

خلیلزاد دا هم ویلي چې «اسلام‌اباد» تر اوسه د اختلافاتو د سوله‌ییز حل لپاره وړاندې‌شوو وړاندیزونو او نظرونو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او په دې برخه کې یې هیڅ رغنده اقدام نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې، تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو پراخ هوایي بریدونه وکړل چې په پایله کې لسګونه ملکیان مړه او ژوبل شول.

تر دې وړاندې پخوایي ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان هوایي بریدونه د افغانستان له خصوصي حریم نه ښکاره سرغړونه بللې ده.

حامدکرزی:د پاکستان هوایي بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...