Homeخبرونهحامدکرزی:د پاکستان هوایي بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده

حامدکرزی:د پاکستان هوایي بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۸مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د افغانستان پر ځینو ولایتونو د پاکستاني هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی.

کرزي د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر استوګنیزو سیمو د پاکستان د هوايي ځواکونو بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

هغه دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.

حامدکرزي د دغو بریدونو «مړو» ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله او له زیانمنو کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستان دې له تقابل او له افراطیت سره د دوه‌ګوني چلند له پالیسۍ لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو پر بنسټ تعامل پیل کړي.

کرزی داسې مهال دا غبرګون ښيي چې، تازه پاکستان د افغانستان پر درېیو ولایتونو هوایي بمبارۍ کړې دي او ملکیانو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستان ادعا کوي چې، په دې بریدونو کې یې ۲۹ وسله وال وژلي خو د یادو ولایتونو ځايي سرچینې بیا وایي چې، وژل شوي کسان ټول ملکیان دي.

په کونړ کې بیا سرچینې تاند ته وایي چې، دلته هوایي بریدونه ځاني زیان نه لري خو د یوه عام سړي ۳۰ سره څاروي په کې مړه شوي دي.

د پاکستان ادعا: د افغانستان پر ۳ ولایتونو په بریدونو کې یې ۲۹ وسله‌وال وژلي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...