Home+د حسین شهادت: یوه مطالعه | ژباړه: رحمت شاه فراز

د حسین شهادت: یوه مطالعه | ژباړه: رحمت شاه فراز

لیکنه: مولانا وحیدالدین خان

نبي صلی الله علیه وسلم پاسنۍ لارښوونه د دې اندېښنې له مخې کړې وه چې له هغه مبارک وروسته به د مسلمانانو په سیاست کې انحراف رامنځته کېږي. په دې وخت کې به د خلکو دیني جذبه هغوی د «سیاست د اصلاح» لپاره خروج (بغاوت) ته لمسوي. رسول الله مخکې له مخکې خلک منع کړل چې دغه ډول پاڅون هېڅ کله ونه کړي. له خپلو واکمنو سره د معرکو په ځای هغوی ته نصیحت وکړئ. که په دې هم اصلاح نه شي، نو چوپتیا غوره کړئ او د هغوی په حق کې له الله نه په دعا غوښتلو قناعت وکړئ. د دې تاکید وجه دا وه چې دغه ډول بغاوت د جوړ حکومت په خلاف د حق له بیرغ سره راپورته کېدل د فساد له زیاتولو پرته بلې هېڅ نتیجې ته هم نه رسېږي:

عن جریر بن عبدالله قال قال لي رسول الله صلی الله علیه وسلم في حجة الوداع: استنصت الناس، ثم قال: لا ترجعوا بعدي کفارا یضرب بعضکم رقاب بعض (متفق علیه)

ژباړه: حضرت جریر بن عبدالله وايي چې نبي صلی الله علیه وسلم د حجة الوداع په ورځ ماته وویل: «خلک غلي کړه.» بیا يې وفرمایل: له ما وروسته مه کافران کېږئ چې په خپلو کې د یو بل غاړې ووهئ.

د همدې لارښوونو پایله وه چې د صفین د جګړې (۳۶هـ) په وخت کې لسګونه زره صحابه موجود وو. خو د مسلمانانو په دې خپلمنځي جګړه کې عملاً برخه اخیستونکي صحابه ډېر په مشکل سره فقط دېرش تنه وو. (ابن تیمیه، منهاج السنة، جلد ۳، صفحه ۸۶)

د حدیثو په کتابونو کې د فتنې تر څپرکو لاندې په کثرت سره داسې روایتونه راغلي دي چې په غیر مشتبه ډول دغه خبره په ډاګه کوي. د همدې واضحو لارښوونو په اساس وروسته په فقه کې دا مسئله وضع شوه چې د حاکم سلطان په خلاف خروج (بغاوت) روا نه دی، ځکه له دې نه په امت کې انتشار او خپلمنځي وینه او وژنه رامنځته کېږي.

دلته به د همدې اړوند څو نور روایتونه هم د نمونې په ډول راوړو:

عن عوف بن مالک رضي اللهع نه قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: خیار ائمتکم الذین تحبونهم ویحبونکم، و تصلون علیهم و یصلون علیکم و شرار ائمتکم الذین تبغضونهم و یبغضونکم، و تلعنونهم و یلعنونکم. قال: قلنا یا رسول الله افلاننا بذهم، قال: لا ما اقاموا فیکم الصلاة (رواه مسلم)

ژباړه: عوف بن مالک وايي، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اورېدلي دي چې «ستاسې غوره واکمن هغه دي چې تاسې هغوی سره مینه وکړئ او هغوی تاسې سره مینه وکړي. تاسې د هغوی لپاره دعا وکړئ، هغوی ستاسې لپاره دعا وکړي. خو ستاسې بد واکمن هغه دي چې تاسې له هغوی نه کرکه وکړئ، هغوی له تاسې کرکه ولري. تاسې په هغوی لعنت وکړئ، هغوی په تاسې لعنت وکړي. موږ وویل، اې د خدای رسوله! موږ ورسره ونه جنګېږو؟ ویې فرمایل: نه، تر څو چې هغوی په تاسې کې لمونځ ترسره کوي.

عن ابي هنیدة وائل بن حجر رضي الله عنه قال: سأل سلمةُ بن یزید الجعفي رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال یا نبي الله ارأیت ان قامت علینا امراء یسألونا حقهم و یمنعونا حقّنا فما تأمرنا، فاعرض عنه. ثم سأله فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم، اسمعوا واطیعوا فانما علیهم ماحمّلوا وعلیکم ما حُملتم (رواه مسلم)

ژباړه: وائل بن حجر وايي چې سلمه بن یزید له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وپوښتل، اې د خدای رسوله! که زموږ حاکمان داسې وي چې موږ ورنه خپل حق وغواړو او هغوی زموږ حق رانه کړي، نو موږ ته څه هدایت راکوئ. رسول الله خپل مخ واړاوه. هغه بیا پوښتنه وکړه. رسول الله وویل: خبره یې واوره او اطاعت يې وکړه. هغوی چې څه کوي، د هغه مسؤل هغوی دي؛ ته چې څه کوې، د هغه مسؤل به ته یې.

عن ابن عباس رضي الله عنهما ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: من کره من امیره شیئا فلیصبر فانه من خرج من السطان شبرا مات میتة جاهلیةً (متفق علیه)

ژباړه: له عبدالله بن عباس نه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل، د چا چې د خپل امیر کومه خبره خوښه نه وي، نو پکار ده چې صبر وکړي. که دی د هغه له اطاعت نه یوه لوېشت هم ووت، د جاهلیت په مرګ ومړ. [1]

عن عبدالله بن مسعود رضي الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: انها ستکون بعدي اثرةٌ وامورٌ تنکرونها. قالوا یارسول الله کیف تامرمن ادرک منا ذلک، قال: تودون الحق الذي علیکم وتسألون الله الذي لکم (متفق علیه)

 ژباړه: عبدالله بن مسعود وايي چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له ما وروسته به خودغرضي او بې انصافي وي او داسې خبرې به وي چې تاسې به يې نه خوښوئ. خلکو وپوښتل: اې د خدای رسوله! نو تاسې موږ ته څه امر کوئ؟ رسول الله وفرمایل: په تاسې چې کوم حق دی، هغه په ځای کړئ. او ستاسې چې کوم حق دی، هغه له خدایه وغواړئ.

د پیغمبر علیه السلام دا امر چې ستاسې واکمن چې تر څو په تاسې کې د لمانځه اهتمام کوي، له هغه سره مه جنګېږئ، د دې مطلب په اصل کې دا دی چې هغوی سره هېڅ کله جګړه مه کوئ. ځکه داسې هېڅ مسلمان حاکم هم نه شي پیدا کېدی چې خلک دې په «لمانځه» ورسره راضي وي، او دی دې بیا هم د دوی جوماتونه ور ړنګ کړي او رکوع او سجدې ته دې يې پرې نه ږدي ــــــــــ ټول مسلمان واکمن چې موږ د «ظالم» په خانه کې درولي دي، هغوی هماغه وخت ظالمان شوي دي چې اقتدار یې ننګول شوی دی. او د «ظلم» دغه ډول دومره عام دی چې د هر واکمن په نزد موندل کېږي. هغه که د سیاسي ادارې واکمن وي یا د غیرسیاسي ادارې.

بله خبره دا ده چې د دې هدایت هدف دا نه دی چې له امت نه د «ظالمو واکمنو بې ژبې ولس» جوړ کړي. بلکې د لا ستر او ژور کار لاره ښودل دي. دا لارښوونه د امت په وګړو کې د منفي ذهنیت په ځای د مثبت ذهنیت روزنه ده. د هغوی هڅې له ویجاړي نه د رغونې په برخه کې لګول دي. دا هدایت د هغه ستر حقیقت په ګوته کول دي چې په ژوند کې له مخامخ اقدام نه ډېر ګټور کارونه هغه دي چې په نامستقیمو ډګرونو کې ترسره کېږي. هغه چې له ظاهري غور او پور نه خالي وي، خو دومره اغېزناک وي چې بلاخره مخالف لوری له هغې مځکې نه محروموي چې دی ورباندې ولاړ وي ــــــــــ له الله نه دعا غوښتل، د یو بل لپاره د مینې او خیرخواهي فضا پیدا کول، د نورو په خلاف د پاڅون په ځای په خپلو مسؤلیتونو توجه کول، د خپلو حقونو په تلف کېدو قناعت کول او د نورو حقونه په ځای کول، د سیاسي مبارزو لاره پرېښودل او په خاموشۍ کې د نصیحت له لارې انساني فطرت راویښول، له واکمنې طبقې سره د نښتې په ځای په ولس کې خپلې ریښې ټینګول، د خپل امکان په دایره کې خپلو رغنیزو هڅو ته دوام ورکول، دا هغه شیان دي چې په خپل ځان کې خورا اېل کوونکي امکانات لري. او که یوه ډله په سمه توګه دا لاره خپله کړي، نو هېڅ څوک يې د بریالیتوب مخه نه شي نیولی.

سیاسي شخړې بې ګټې

د لومړۍ هجري پېړۍ له تجربې نه تر وروستي بریده دا ثابته شوې ده چې د جوړ سیاسي نظام په خلاف سنګر جوړول، که هر څومره په نېک نیت شوی وي، یوازې په فساد کې د زیاتونې سبب ګرځي. بلکې نوي نوي، مسایل زېږوي او معامله نوره هم ورسره پېچلې کېږي. د عثماني سیاست د اصلاح تحریک د قریشو د قبیلې د دوو ښاخونو، بنو امیه او بنو هاشم، پخوانۍ کورنۍ جګړه په نوې او لا شدیده بڼه راژوندۍ کړه. دې تحریک نوي مسلمان شوي یهودي عبدالله بن سبا ته هغه سازګاره مځکه ورکړه چې د هغې په استفاده يې د «وصي» عقیده ایجاده کړه او د خلافت د استحقاق له سیاسي مسئلې نه يې د اعتقاد مسئله جوړه کړه. پایله يې دا شوه چې مسلمانان پرلپسې په دوو متحاربو ډلو (شیعه او سني) باندې ووېشل شوو. ځپل شویو عصبیتونو بیا فرصت ومونده چې د «نظریاتي» نعرو په سیوري کې د یو بل په خلاف پاڅون وکولی شي. عرب قوم، چې عجمیانو ته يې په ټیټه سترګه کتل، د امیر معاویه تر بیرغ لاندې راټول شوو. عجمي پرګنې، چې د عربو له اقتدار نه متنفرې وې، د علي بن ابي طالب په لښکر کې راټولې شوې. د سیاسي اصلاح تحریک یوازې په سیاسي فساد پای ته ورسېد. په ټولو اسلامي هېوادونو کې يې انارکي وزېږوله او دریم خلیفه يې شهید کړ. خو یوازې د هغه په قتل معامله پای ته نه شوی رسېدلی. اوس د عمل او عکس العمل لایتناهي سلسله پیل شوه چې د امیرمعاویه له لنډمهالې وقفې (۶۰- ۴۱هـ) پرته سلګونه کاله روانه وه. زرګونه قیمتي سرونه په خورا بې دردۍ وشیندل شوو. او اصلي مسئله (په خلافت کې د وراني مسئله یا د عثمان د خون قصاص) بیا هم په هماغه ټکي کې حل کېدو ته پاتې شوه چېرته چې د ټولو مسایلو حل کېدل ټاکلي دي.

دا خبره هم باید په یاد ولرو چې د حکومت لپاره چې کومه جګړه وچېړل شي، هغه نه په کامیابي پای مومي او نه په ناکامي. د الف ډلې او ب ډلې جګړه چې ختمه شي، نو پخپله په هغه ډله کې دوه ډلې رامنځته شي چې د بریا له لارې راپورته شوې وي. په بنو هاشم او بنو امیه کې د خلافت د ترلاسي جګړه په ۳۵هـ کې پیل شوه او شاوخوا سل کاله يې په مختلفو شکلونو دوام وموند. په دې ټوله موده کې د بنو امیه اقتدار حاکم و. په ۱۲۳هـ کې بنوهاشم (بنوعباس) د ایرانیانو په مرسته د بنو امیه د اقتدار په ختمولو بریالي شول. خو اوس بنو هاشم، په عباسیانو او علویانو ووېشل شوو او پخپله د یو بل په خلاف په جنګونو سر شول. محمد بن عبدالله بن حسن مثنی بن حسن بن علي بن ابي طالب بن عبدالمطلب چې د محمد مهدي نفس ذکیه (مړ ۱۴۵هـ) په نوم مشهور شو، د عباسي خلیفه ابوجعفر عبدالله منصور بن محمد بن علي بن عبدالله بن عباس بن عبدالمطلب سیاسي مخالف و. هغه له خپلو ملګرو سره لاس یو کړ او د ابو جعفر منصور (۱۵۸- ۱۰۱هـ) په خلاف يې د «صالح نظام» تحریک وچلاوه. په دې سیالۍ کې منصور بریالی شو او علویان يې له منځه یووړل. دا دواړه له هاشمي کورنۍ څخه وو. یو د ابوطالب بن عبدالمطلب اولاد و، دا بل د عباس بن عبدالمطلب اولاده. تر څو چې له اقتدار نه د بنو امیه د پرځولو سوال و، دواړو ګډ سیاسي سنګر جوړ کړی و. خو کله چې حکومت بدل شو، دواړه د یو بل رقیبان شول. دا رقابت تر هغو پورې ختم نه شو، چې یو بل يې سره ونه ټکول.

د عثمان له شهادت وروسته تر ټولو ړومبی ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها (م ۵۸هـ) د عثمان قاتلانو ته د سزا ورکولو له غوښتنې سره راپورته شوه. زبیر بن العوام، طلحه بن زبیر او ډېر نور خلک هم له هغې سره ملګري شول. دې پاڅون مسلمانان په دوو متحاربو ډلو ووېشل. د عائشې تر بیرغ لاندې ۳۰ زره کسان وو او له علي بن ابي طالب سره ۲۰ زره. بصرې ته نیږدې جګړه وشوه چې د جمل د جنګ (۳۶هـ) په نوم مشهوره ده. په دې جګړه کې ۱۰زره مسلمانان د نورو مسلمانانو په توره ذبحه شول. طلحه او زبیر هم له دې جګړې نه د بېرته ستنېدو په وخت په لاره کې ختم شوو. طلحه د ټپونو له لاسه. او زبیر په وادي السباع مقام کې یوه کس د لمانځه په حالت کې وواژه.

له دې وروسته دویمه مرحله پیل شوه. معاویه بن ابي سفیان، چې هغه وخت د شام والي و، هغه د دې تحریک بیرغ ور اوچت کړ. د علي بن ابي طالب له لوري د بیعت مطالبه وه، د معاویه بن ابي سفیان له لوري د قصاص مطالبه. یو ځل بیا په شام کې د صفین په سیمه کې لا شدیده جګړه (۳۷هـ) وشوه. شاوخوا د ۷۰ زره مسلمانانو غاړې پخپله د مسلمانانو په لاس ووهل شوې. په دې ستر هلاکت سربېره چې مسئله حل نه شوه، نو د تحکیم (دومة الجندل) تګلاره غوره شوه. خو اصلي مسئله بیا هم په خپل ځای پاتې شوه. البته عمرو بن العاص چې په دې موقع کې کوم کردار ترسره کړ، د هغې اضافي نقصان دا شو چې چې د انسان د قتلولو په خوا کې د اعتماد د قتلولو دود هم په اسلامي ټولنه کې رامنځته شو. د همدې بې اعتمادي فضا وه چې د خوارجو فرقه يې وزېږوله، چې د نهروان په علاقه (۳۷هـ) کې يې له علي بن ابي طالب سره جګړه وکړه او شاوخوا ۱۰ زره مسلمانان په کې ووژل شوو. د دوی بې اعتمادي دومره حد ته زیاته شوه چې امیرمعاویه، عمرو بن العاص، او علي بن ابي طالب يې ټول په یوه شان واجب القتل وګرځول. [2]

د عثمان د خون په نوم له پنځه کلنې (۴۰- ۳۵هـ) کورنۍ جګړې او بې حسابه تاوانونو وروسته عملاً چې څه وشول، هغه دا چې د امیر معاویه سیاست مستحکم شو. زیاتره اسلامي هېوادونه یمن، حجاز، شام، فلسطین، مصر، ټول د امیر معاویه تر امر لاندې راغلل. د علي بن ابي طالب له شهادت (۴۰هـ) وروسته د امام حسن له لوري له خلافت نه تېرېدا هغه سره لا ډېره مرسته وکړه او ۲۰ کاله (۶۰- ۴۰هـ) يې په ټوله اسلامي نړۍ بې شخړې حکومتولي وکړه.

له امیر معاویه وروسته مسئله یو ځل بیا راپورته شوه. امیر معاویه خپل زوی یزید وليعهد ټاکلی و او د هغه د خلافت لپاره يې بیعت اخیستی و. په خلکو کې دا احساس غلی و چې امیر معاویه چې د خلافت د انتخاب مسئله له شورا پرته ترسره کړه، دا يې تېروتنه وکړه. د خلافت په ګدۍ باندې د یزید له ناستي وروسته ځینو خلکو دا خبره راواخیسته چې یزید د دې منصب اهلیت نه لري. په اسلامي ټولنه کې په دې وخت کې د عبدالله بن عمر، عبدالله بن عباس، عبدالله بن زبیر، حسین بن علي او عبدالرحمن بن ابي بکر په څېر جلیل القدر خلک موجود وو. همدا وه چې یوې طبقې د یزید په خلافت باندې له بیعت کولو نه انکار وکړ. د دې نوي تحریک دوه خاص مشران و. یو عبدالله بن زبیر، بل حسین بن علي.

خو د صحابه کرامو اکثریت یا په دې معامله کې غلی و یا یې خلکو ته دا نصیحت کاوه چې د یزید خلافت ومنئ تر څو اضافي وینې او وژنې پېښې نه شي. حضرت عبدالله بن عباس په مکه کې و چې د امیر معاویه د مرګ خبر راغی. خلک د هغه په تاثر باندې د پوهېدو لپاره هغه ته راټول شول. په دې ځای کې هغه څو خبرې وکړې، چې یوه یې دا وه:

و ان ابنه یزید لمن صالحی اهله فالزموا مجالسکم واعطوا اطاعتکم وبیعتکم. (بلاذری، انساب الاشراف، یروشلم ۱۹۴۰، قسم ۲، صفحه ۴)

ژباړه: د معاویه زوی یزید د هغه له لایقو بچو څخه دی. نو تاسې په خپل ځای ناست اوسئ او خپل اطاعت او بیعت هغه ته ورکړئ.

په همدې ډول محمد بن حنفیه هم د یزید په باره کې د خیر خبره وکړه او خلک يې له بغاوت نه راوګرځول. حمید بن عبدالرحمن وايي چې د یزید د ولیعهدي په وخت کې زه حضرت بشیر رضي الله عنه ته ورغلم چې له صحابوو څخه و. هغه وفرمایل:

یقولون انما یزید لیس بخیرا امة محمد صلی الله علیه وسلم وانا اقول ذلک. ولکن لان یجمع الله امة محمد احب الی من ان یفترق.

ژباړه: خلک وايي چې یزید د محمد ص په امت کې تر ټولو غوره نه دی. زه هم همدا وایم. خو د محمد ص د امت اتحاد راته د هغه له اختلاف نه ډېر خوښ دی.

دا لیدلوری په اصل کې د نبي صلی الله علیه وسلم په دې واضح هدایت ولاړ و چې له واکمنو سره سیاسي اخ و ډب مه کوئ. او د خپلې اصلاحي جذبې د عملي کولو لپاره د کار بل (غیرسیاسي) ډګر ولټوئ. خو اصلاحي لیدلوري، د سیاسي لیدلوري په پرتله، همېشه د خلکو کمه توجه خپله کړې ده. زیاتره خلک د سیاسي معرکو په لاره ووتل او په پایله کې يې د امام حسین او عبدالله بن زبیر په څېر د اعلی صلاحیتونو انسانان او ورسره بې شمېره نور مسلمانان د خپلو وروڼو په تورو ووژل شوو. یزید چې کله خبر شو چې د مکې او مدینې خلک باغیان شوي دي نو هغه په حرمینو هم یرغلونه وکړل. د خانه کعبې دېوالونه ونړېدل ــــــــــ په دې ټولو قربانیو سربېره اصلي مسئله په خپل ځای پاتې شوه. د یزید حکومت د مرګ له پرښتې پرته هیچا ونه شو پرځولی.

د لومړۍ هجري پېړۍ د دې کورنیو جګړو نقصان دا شو چې لوی، لوی صحابه چې رستم او اسفندیار يې لاندې کول او د سېلاب غوندې يې اسلام په مخ ورسره ووړ، هغوی په اجتماعي ژوند کې سره بېل شول. سعد بن ابي وقاص، د ایران فاتح له ښارونو نه لرې ولاړ او اوښان او اوزې به يې څرول. عبدالله بن عمر چې د خپلو اوصافو له مخې عمر ثاني کېدلی شوی، له خپلمنځي جګړو نه زړه توری شو او ګوښه نشیني یې غوره کړه. او داسې نور. خو د جګړې له ډګر نه د دوی واپسي مازې د منفي نوعیت نه وه. یو مثبت اړخ یې هم درلود. اوس دوی د تعلیم او دعوت په فعالیتونو کې سرګرم شول. احادیث روایت کول، د اسلامي شریعت په حقیقت خلک پوهول او له نبوي سیرت نه د خلکو خبرول د دوی بوختیا وګرځېده. همدا هغه زمانه ده چې د حدیث او سیرت او اسلامي تاریخ ذخیره راټوله شوه. د جګړې په میدان کې کارنامې ترسره کوونکو د درس په میدان کې د ځان لپاره د اسلامي خدمت کار ومونده.[3]

د یزید ولیعهدي

د معاویه بن ابي سفیان خپل زوی یزید بن معاویه خپل ولیعهد ټاکل لویه اختلافي مسئله پاتې شوې ده. په دې کې شک نشته چې دې ټاکنې په اسلامي تاریخ کې یوازې تراژیدي زیاته کړه. خو د محتاطو شنونکو رایه دا ده چې معاویه په خپلې دې ټاکنې کې نېک نیت درلود. هغه له زړه نه دا انګېرله چې یزید د ټولو اسلامي هېوادونو د خلافت لپاره تر ټولو ډېر وړ دی. د ابن خلدون په نزد «د معاویه په زړه کې چې د نورو په ځای د خپل زوی د ولیعهد کولو داعیه پیدا شوه، د هغې وجه د امت د اتحاد او اتفاق مصلحت و.» عبدالله بن عمر چې کله په دې ټاکنه اعتراض وکړ، نو د معاویه ځواب دا و:

اني خفت ان اذر الرعیة من بعدي کالغنم المطیرة لیس لها راع. (البدایة والنهایة لابن کثیر جلد ۸ صفحه ۸۰)

ژباړه: له ماسره وېره وه چې له ځان وروسته خپل ولس د اوزو د خورې ورې رمې په څېر پرې نه ږدم چې هېڅ شپون نه لري.

دغه ډول بې شمېره روایتونه راته ښيي چې معاویه په خپل انتخاب کې مخلص و. حتی دا هم رانقل شوي دي چې نوموړی د جمعې په ورځ په جومات کې په منبر ودرېد او دعا يې وکړه:

اللهم ان کنت عهدت لیزید لما رأیت من فضله فبلغه ما املت واعنه، وان کنت انما حملني حب الوالد لولده وانه لیس لما صنعت به اصلا فاقبضه قبل ان یبلغ ذلک. (الذهبي، تاریخ الاسلام و طبقات المشاهیر والاعلام جلد ۲ صفحه ۲۶۷)

ژباړه: اې الله که ما د یزید فضیلت ته په کتو دی ولیعهد ټاکلی وي، نو هغه مقام ته یې ورسوه چې ما يې د ده لپاره هیله کړې ده. او مرسته ورسره وکړه. او که زه دې کار ته هغې مینې اماده کړی یم چې پلار يې له خپل زوی سره لري، نو خلافت ته له رسېدو مخکې يې روح ورنه واخله.

خو دا سوال اوس هم پاتې دی چې دی د اسلامي هېوادونو د خلافت لپاره د یوه داسې شخص په نومولو باندې څنګه مطمئن شو چې د صحابوو له ډلې یوازې د یوه مشر صحابي (مغیره بن شعبه) ملاتړ ورسره و. نور صحابه، چې هغه وخت د زرګونو په شمېر کې موجود و، یا خو له دې ټاکنې سره خلاف و یا یې ‎د امت له تجزیې څخه د ژغورلو لپاره خاموشي غوره کړې وه. بله دا چې پخپله معاویه بن ابي سفیان په معلومه توګه یو خورا دور اندېش سړی و. د عمر فاروق رض په خبره، نوموړی د غوسې په وخت کې خندېدونکی (من یضحک في الغضب) سړی و. او د حیرانتیا تر کچې يې په ساړه ذهن د پرېکړې کولو استعداد درلود. داسې مدبر د دغسې رایې په صحت څنګه یقین وکړ چې راوروسته تاریخ يې د سموالي او پوخوالي پخلی ونه کړ.

دلته یوه بله خبره هم د پام وړ ده. په ۴۱هـ کې چې کله حسن بن علي یوه ستره سیاسي شخړه شنډه کړه او د معاویه په حق کې له خلافت نه تېر شو، نو سره له دې چې د امام حسن د وړاندیز په ډول نه، مګر پخپله امیر معاویه د عبدالله بن عامر په وړاندې په ژبه دا اقرار کړی و چې له ما نه وروسته به امام حسن خلیفه وي. ابن کثیر لیکي:

کان معاویة لما صالح الحسن عهد للحسن بالامر من بعده فلما مات الحسن قوي امر یزید عنه معاویة و رآی انه لذلک اهلا (البدایة والنهایة، جلد ۸، صفحه ۸۰)

ژباړه: کله چې معاویه له حسن سره سوله وکړه نو  له ځانه وروسته يې د خلافت د ولیعهد په حیث د حسن ټاکل منلې وه. خو کله چې حسن وفات شو، نو د یزید په لور د معاویه میلان پیاوړی شو. او فکر يې وکړ چې یزید د خلافت وړ دی.

حسن بن علي د معاویه په حق کې چې د خلافت د تېرېدو کومه بې مثاله قرباني ورکړه، دا به د هغې یوه معمولي بدله وه چې د هغه د لایق ورور حسین بن علي په حق کې يې د وليعهدي ژمنه پوره کړې وای. خو دا خبره د معاویه په ذهن کې ځای نه شوه. او هغه په پوره اصرار او اهتمام خپل زوی یزید د خلافت د منصب لپاره ونوماوه او له خلکو نه يې بیعت ورته واخیست.

تر کومه چې د یزید د نااهلي سوال دی، د هغه د ثابتولو لپاره دا پېښه کافي ده چې د هغه د حکومت په زمانه کې حسین بن علي ووژل شو. دا نه یوازې یو ظالمانه فعل و، بلکې له سیاسي پلوه په بشپړه معنا یو بې تدبیره اقدام هم و. یزید باید په دې پوه وای چې د یوه ستر قلمرو د مشر په حیث د نواسه رسول وژل به خامخا عکس العمل زېږوي. همدا ده چې همداسې وشول. حتی دی دې ته مجبور شو چې په مکې او مدینې برید وکړي چې د حرمینو شاوخوا دوه زره مسلمانان په کې ووژل شوو. او د حسین له خون وروسته د عامو مسلمانانو د وینې حلالول هم د ده لپاره اړین وګرځېدل.

بله خبره چې یزید په بشپړ ډول ورنه بې خبره و، دا ده چې له یوه نېک انسان سره د مصالحت امکان تر وروستي وخته پورې پاتې وي. تاریخ راته وايي چې حسین سره له دې چې له مکې نه د وتلو په معامله کې د خپلو مشرانو او ملګرو اختلاف له پامه غورځولی و، او خپل وروستي انجام ته د یزید له رسولو نه په کمه هېڅ خبره هم راضي نه و. خو کله چې کربلا ته ورسېد، نو پوه شو چې د کوفیانو په خطونو چې ده څومره بروسه کړې وه، چې له خپل اهل او عیال سره له کوره پسې ور وتلی و، هغه مازې فرېب و. نو امام حسین پرېکړه وکړه چې سیاست یزید ته وسپاري او د پټې خولې په ژوند قانع شي. په نورو ټکو کې دا چې د حسین قضیه، لږ تر لږه په وروستي پړاو کې هماغې نقطې ته ورسېده چېرته چې د معاویه او حسن قضیه رسېدلې وه. خو معاویه یو جهان دیده سړی و، هغه په ساده کاغذ خپل لاسلیک او ټاپه ووهل او حسن بن علي ته یې واستول چې د سولې هر ډول شرطونه غواړې، په دې پاڼه يې ولیکه ـــــ د دې بالعکس د حسین بن علي په دغه ډول وړاندیز د یزید کسانو حسین وواژه. سره له دې چې یزید پخپله د جګړې په میدان کې نه و. خو د امام حسین د سر په لیدو يې د هغه په قتل باندې ډېر سخت غبرګون ښکاره کړه. خو اوس يې له دې جرم نه غاړې نه شوی خلاصېدی. ځکه د واک خاوند چې خپلې شاوخوا ته کومه فضا جوړوي، ماتحت د هماغه مطابق عمل کوي.

د یزید د ولیعهدي دا پېښه راته وايي چې له اخلاص او نېک نیت سره هم یو انسان څومره لویه تېروتنه کولی شي. انسان عموما له خپلې خوښې او ناخوښې نه مغلوب (Obsessed) وي. د ده شاوخوا حالات چې په ده کې کوم مزاج وروزي، د هماغه مطابق فکر کوي. د ده فکر یو ډول مشروط شوی Conditioned Thinking وي. د ده نیت نېک وي، خو بیا هم غلطي پرېکړې ورنه کېږي. همدا وجه ده چې په اسلام کې مشورې ته خورا ډېر اهمیت ورکول شوی دی. د مشورې په ذریعه د یوه کس غلطي بل ته روښانه کېږي. او تر کومه چې د اجتماعي چارو تعلق دی، د هغه لپاره خو مشوره دومره ضرور ده څومره چې د جمعې ورځې د لمانځه لپاره د ګډ لمانځه ـــــــــــ معاویه بلاشبه نیک نیت درلود. خو د ده پرېکړه له متاثر ذهن نه بودېدلې پرېکړه وه چې هغه حقایق په کې په پام کې نه وو نیول شوي چې د ده له خپل ذهن نه دباندې په بربنډ شکل کې موجود وو.

الامر اسرع من ذلک (د پرېکړې ګړۍ ډېره نیږدې ده)

ویل کېږي چې امیر معاویه چې کله په مرګوني مرض مبتلا شو، نو یزید يې راوغوښت او څو نصیحتونه یې ورته وکړل، ورته ويې ویل: «زویه! ما ته له خورجینونو کشولو او سفر کولو بې نیازه کړی یې. سختۍ مې اسانې، دښمنان مې تابع او د عربو مغرورې غاړې مې نرمې کړې دي. ما ستا لپار هغه شیان برابر کړي دي چې پخوا هیچا نه دي برابر کړي. (محمد بن علي بن طباطبا، تاریخ الفخری)

په انسان چې کله یو فکر غالب شي، نو زیاتره وختونه یې هغه حقایق له سترګو پټېږي چې د ده خلاف وي. له امیر معاویه سره هم همداسې وشول. نوموړي دوه ډېر سخت حقایق له پامه وغورځول، یو دا چې په اسلام کې د خلیفه انتخاب د شورا په واک کې دی. د یوه واکمن خپل زوی خلیفه نومول د اسلام د مزاج خلاف پېښه ده چې خامخا به عکس العمل زېږوي او په دې ډول به د ده مخالف لوري بنوهاشم ته د اموي اقتدار په خلاف د خپل تحریک د راژوندي کولو لپاره یو فکري بنیاد په لاس ورشي. همدا ده چې همداسې وشول. امیر معاویه چې له دنیا سره مخه ښه وکړه، ورسره په ټولو اسلامي هېوادونو کې د یزید په خلاف بغاوتونه پیل شول او د خلیفه په حیث یې د ژوند یوه ورځ هم په سکون تېره نه شوه.

دویمه مهمه خبره چې امیر معاویه هېره کړه، هغه دا چې د کوم مرګ په غاړه چې دی ولاړ دی او خپل زوی ته وصیت کوي، د هغه زوی هم ډېر ژر هغې غاړې ته رسېدونکی دی. تاریخ راته وايي چې یزید بن معاویه ډېر په مشکل سره د درې نیم کاله حکومت فرصت وموند. له هغه وروسته ومړ. له یزید نه وروسته د امیر معاویه لمسی معاویه بن یزید بن معاویه (۶۴- ۳۹هـ) په تخت کېناست. خو یوازې له درې میاشتو وروسته ختم شو. د امیر معاویه له مړینې وروسته له څلورو کلونو نه هم په کمه موده کې خلافت، د معاویه د زامنو او لمسیانو له لاسه ووت او د مروان بن حکم بن ابي العاص بن امیه (۶۵ – ۲هـ) کورنۍ ته انتقال شوــــــ معاویه که د انسان دغه نامعلوم مستقبل لیدلی وای نو شاید داسې اقدام به یې نه و کړی چې مؤرخانو ته يې د دې خبرې د کولو فرصت ورکړ چې «معاویه لومړنی شخص دی چې په اسلام کې يې د قیصر او کسرا سنت رواج کړ.»

بل لوري ته د ناصالحو واکمنو په خلاف د بیرغ جګوونکو لپاره هم په دې پېښه کې لوی نصیحت دی ـــــــــ که انسان د صبر طریقه غوره کړي او خپل اصلاحي عمل تر ممکنه دایرې پورې محدود کړي، نو ډېر ژر به پوه شي چې د کایناتو واکمن په ډېر بهتر او بریالي ډول د هغې پېښې د رامنځته کولو لپاره تدبیر ترسره کوي چې موږ يې د خپلې بې صبرۍ له لاسه یوازې په ناکامه ډول پېښول غواړو.

پای

[1]  من خرج من السلطان شبرا مات میتة جاهلیة اور من شذ شذ في النار او داسې نور روایتونه په سیاسي شذوذ پورې تعلق لري. د دې معنا دا ده چې په امت کې چې کوم سیاسي نظام بالفعل حاکم وي، د هغه اطاعت لازم دی. له هغه نه سیاسي بېلتون ناروا دی. ځکه دغه ډول جلاوالی، هغه که د اصلاح په جذبه هم وي، یوازې فساد او ورانی زیاتوي او د «حرث او نسل» د هلاکت سبب ګرځي.

[2]  د صحابوو خپلمنځي اختلاف د نن ورځې د خلکو په اختلاف باید قیاس نه شي. دا د ډېرو لوړو خلکو اختلاف و چې د اختلاف په وخت کې يې هم خپله لوړتیا ساتلې وه.

اسحق بن راهویه په خپل سند روایت کوي:

سمع علي یوم الجمل و یوم الصفین رجلا یغلوا في القول، فقال لا تقولوا الا خیرا. انماهم قوم زعموا انا بغینا علیهم، وزعمنا انهم بغوا علینا فقاتلناهم. (ابن تیمیه، منهاج السنة، جلد ۳، صفحه ۶۱)

ژباړه: علي د جمل او صفین په باره کې له یوه سړي واورېدل چې ډېره سخته غږېدا یې کوله. هغه ورته وفرمایل: د خیر له خبرې پرته نور هېڅ مه وایه. په اصل کې هغوی دا ګڼلې ده چې موږ د هغوی په خلاف بغاوت کړی، او موږ فکر کوو چې هغوی زموږ په خلاف بغاوت کړی. په همدې وجه له هغوی سره جنګېږو.

زبیر بن العوام د جمل په جګړه کې د حضرت علي خلاف و. په جګړه کې حضرت علي سوبمن شو. حضرت زبیر د خپل اس مخ بلې خواته کړ او روان شو. د بصرې یو شخص په هغه پسې ورغی او په وادي السباع کې يې د لمانځه په حالت کې وواژه. له هغه وروسته حضرت علي له تورې سره په هغه پسې ورغی او دربان ته يې وویل چې د زبیر د قاتل لپاره اجازه ترلاسه کړه. هغه فکر کاوه چې علي به د خپل حریف په وژل کېدو خوشاله شي او هغه ته به انعام ورکړي. خو هغه وفرمایل: د ابن صفیه (زبیر) قاتل ته د دوزخ زېری ورکړه.

[3]  تر کومه چې د حاکم د خپل مسؤلیت خبره ده، له نبي صلی الله علیه وسلم نه ډېر سخت تنبیهات نقل شوي دي.

مامن احد من امتی ولی من امرالمسلمین شیئا لم یحفظهم بما یحفظ به نفسه واهله الا لم یجد رائحه الجنة (المعجم الصغیر للطبراني)

ژباړه: زما په امت کې چې هر څوک د مسلمانان د چارو مسؤل وي، بیا د هغوی داسې حفاظت ونه کړي په څه ډول چې د ځان او خپلې کورنۍ حفاظت کوي، هغه به د جنت بوی هم ونه ګوري.

دا امر د امیر لپاره دی. خو تر کومه چې د مامور خبره ده، د هغه فرض همدا دی چې په هر حال کې د خپل امیر اطاعت وکړي، که یې امیر خوښ وي یا نه. د نبي صلی الله علیه وسلم ارشاد دی: الجهاد واجب علیکم مع کل امیر برأ کان او فاجرا و ان عمل الکبائر (ابو داؤد، مشکوة باب الامة) امیر که ښه وي یا بد، او ان که لوی ګناهونه هم کوي، د هغه تر امر لاندې جهاد کول په مسلمانانو فرض دی. مطلب دا دی چې د حکومتي ادارې د اصلاح په نوم سنګر مه جوړوئ. له هغه نه اخوا د دین د خپراوي او تبلیغ چې کوم فرصتونه دي، په هغو کې خپل ځواکونه وکاروئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...