په ډېرو ټولنو کې داسې ذهنیت لیدل کېږي چې ځینې کسان د خپل مسوولیت له منلو څخه ډډه کوي او د خپلو نیمګړتیاوو یا ناکامیو پړه پر نورو اچوي. دا ډول چلند نه یوازې د فردي پرمختګ مخه نیسي، بلکې د کورنۍ، ادارې او ټولنې پر پرمختګ هم ناوړه اغېز کوي.
له بده مرغه، دا ستونزه زموږ په ځینو کورنیو، ادارو او ټولنیزو چاپېریالونو کې هم تر سترګو کېږي. کله چې یو څوک خپله دنده په سمه توګه ترسره نه کړي، د خپلې تېروتنې د منلو پر ځای داسې پلمه وړاندې کوي: «له ما مخکې هم چا دا کار نه و کړی، نو زه ولې مسؤل وګڼل شم؟» یا وایي: «که نورو خپل مسؤلیت نه دی ادا کړی، زه هم مکلف نه یم.» دا ډول استدلال نه یوازې منطقي نه دی، بلکې د مسؤلیت له احساس څخه د تېښتې یوه کمزورې هڅه ده.
حقیقت دا دی چې مسؤلیت د نورو په کړنو پورې نه، بلکې د انسان په وجدان، اخلاقو او دندې پورې تړاو لري. یو باوجدانه او ژمن انسان خپل مسؤلیت ځکه ترسره کوي چې هغه خپله دنده ګڼي، نه ځکه چې نورو هم همداسې کړي دي. د نورو تېروتنې هېڅکله د دې دلیل نه شي کېدای چې موږ هم خپله دنده پرېږدو یا خپل غفلت توجیه کړو.
که په یوه کورنۍ کې هر غړی د بل غړي په تمه پاتې شي، د کور نظم ګډوډېږي. همدارنګه، که په یوه اداره کې هر کارکوونکی د نورو نیمګړتیاوې د خپلې بې پروايۍ پلمه وګرځوي، د ادارې فعالیت سستېږي او د خلکو باور له منځه ځي. همدا راز، په ټولنه کې د مسؤلیت نه منل د پرمختګ پر وړاندې یو له سترو خنډونو څخه شمېرل کېږي.
بریالۍ او پرمختللې ټولنې هغه دي چې وګړي یې لومړی خپل مسؤلیت ادا کوي، بیا له نورو د مسؤلیت غوښتنه کوي. هغه څوک چې تل خپله تېروتنه پر نورو وراچوي، نه یوازې خپله ستونزه نه حل کوي، بلکې د اصلاح او پرمختګ فرصت هم له لاسه ورکوي.
نو اړینه ده چې هر انسان د نورو د ملامتولو پر ځای خپل مسؤلیت وپېژني، خپلې نیمګړتیاوې ومني او د اصلاح لپاره هڅه وکړي. ځکه د مسؤلیت منل د شخصیت د پخوالي، صداقت او پرمختګ نښه ده، او د نورو ملامتول هېڅکله انسان له خپل مسؤلیت څخه نه شي خلاصولای.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦د جون ٢٨ مه