Homeخبرونهد پاکستان ادعا: د افغانستان پر ۳ ولایتونو په بریدونو کې یې ۲۹...

د پاکستان ادعا: د افغانستان پر ۳ ولایتونو په بریدونو کې یې ۲۹ وسله‌وال وژلي دي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۸مه) پاکستان وايي چې په کراچۍ کې پر رینجر ځواکونو د جماعت الاحرار له برید وروسته یې په افغانستان کې په درو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ، ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځمکني عملیات او ورپسې هدفي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د «جماعت الاحرار» او «فتنه الخوارج» اړوند ۲۹ وسله‌وال وژل شوي دي.

پاکستان د «فتنه الخوارج» اصطلاح د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د غړو لپاره کاروي.

د تارړ په وینا، په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې درې هدفونه په نښه شوي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان د اعدا په اړه څه نه دي ویلي.

تارړ ویلي، دا عملیات په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې د رینجر ځواکونو پر مرکز د وروستیو بریدونو په غبرګون کې شوي دي.

د پاکستان پوځ تر دې مخکې ویلي وو چې د شنبې په شپه د کراچۍ د ګلستان جوهر په سیمه کې د رینجر پر سیمه‌ییز مرکز برید وشو، چې له امله یې درې امنیتي سرتېري ووژل شول.

د پاکستان امنیتي چارواکي عموماً خپل تلفات ډېر لږ ښيي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ادعا کړې چې برید د «هند په ملاتړ» د جماعت الاحرار ډلې له خوا شوی و. د پوځ په وینا، په ځوابي عملیاتو کې درې بریدګر وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.

امنیتي سرچینو ادعا کړې چې نیول شوي کس خپل نوم عثمان علي ښودلی او ویلي یې دي چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د افغانستان له جلال‌اباد څخه پاکستان ته ورغلی و.

عطاالله تارړ په ایکسپاڼه کې لیکلي چې د جون په ۲۸مه امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په پوله کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د «خان فروش» په نوم د وسله‌والو یو قوماندان، چې «زبل» هم بلل کېده، له درېیو نورو وسله‌والو سره ووژل شو او یو شمېر نور ټپیان شول.

هغه زیاته کړې چې د «غضب للحق» عملیاتو په دوام، کې د جون د ۲۸مې او ۲۹مې په شپه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورند کرښې ته څېرمه د جماعت الاحرار او «فتنه الخوارج» پر پټنځایونو هدفي بریدونه هم ترسره شول.

د تارړ په وینا، په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې درې هدفونه له منځه وړل شوي، چې په پایله کې یې ۲۵ وسله‌وال وژل شوي او د هغوی د وسلو او مهماتو زېرمې هم ویجاړې شوې دي.

هغه ویلي، پاکستان د سیمې د سولې او ثبات ملاتړ کوي، خو د خپلو وګړو د امنیت په اړه هېڅ ډول جوړجاړی نه کوي او د «عزم استحکام» تر چتر لاندې به د ترهګرۍ ضد عملیات دوام ولري.

پاکستان تر دې مخکې هم د روانې میاشتې په پیل کې د افغانستان پولې ته څېرمه ورته بریدونه کړي وو او ادعا یې کړې وه چې په هغو کې ۲۶ وسله‌وال وژل شوي دي.

چین د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره منځګړیتوب کوي او له هغې وروسته چې په اپرېل میاشت کې یې د چین د شینجیانګ په اورومچي ښار کې د دواړو لورو لومړنۍ غونډه کوربه‌توب وکړ، اوس غواړي دویمه غونډه هم ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...