Home+د حسین شهادت: یوه مطالعه | ژباړه: رحمت شاه فراز

د حسین شهادت: یوه مطالعه | ژباړه: رحمت شاه فراز

لیکنه: مولانا وحیدالدین خان

د سیاسي مخالف مسئله

امام حسین د جګړې په وروستۍ ورځ (۱۰ محرم ۶۱هـ) د کربلا په میدان کې چې د یزید د پوځ په وړاندې کومه وینا وکړه، هغه د فصاحت او بلاغت شاهکار دی. له نورو خبرو نه علاوه، هغه وفرمایل، «که د عیسی خر هم پاتې وای، نو ټولو عیسویانو به یې تر قیامته پالنه کړې وه. تاسې څه ډول مسلمانان او څنګه امتیان یاستئ چې د خپل رسول د لمسي وژل غواړئ.» په اصل کې که د «رسول د خره» معامله وای، نو مسلمانانو به يې هم پرستش کړی و. د رسول د لمسي د احترام لپاره خو هغوی له زړه او ځانه تیار و. خو دلته مسئله دا وه چې د رسول لمسی (امام حسین) د هغوی د سیاسي حریف په حیث راپورته شوی و. او سیاسي حریف هېڅ څوک هم نه بښي، هغه که عیسوي وي یا مسلمان. هغه یزید چې په ۶۱هـ کې يې د امام حسین د استیصال لپاره یو ظالم سردار (عبیدالله بن زیاد) مقرر کړی و، همدې یزید په ۶۳هـ کې په مدینه باندې د برید لپاره مسلم بن عقبه واستوه او تاکیدي امر يې ورته وکړ چې د حسین د صاحبزاده علي بن حسین بن علي (۹۵- ۳۸هـ) پوره خیال وساته او هېڅ ډول تکلیف ورته مه رسوه. د دې وجه دا وه چې علي بن حسین (امام زین العابدین) د کربلا له پېښې وروسته له سیاست نه لاره بېله کړه او د مدینې په څنډو کې مېشت شو. د مدینې خلکو چې د هغه په لاس بیعت کول غوښتل نو هغه له بیعت نه صفا انکار وکړ. ویې ویل «زما پلار او نیکه دواړو د خلافت په معامله کې خپل سرونه بایللي دي. ایا زه هم په دې لاره کې بوخت شم او خپل ځان ورباندې ووژنم.» د کربلا د جګړې له پایته رسېدو وروسته د امام حسین… [په کتاب کې یوه پاڼه متن نشته؛ ژ]

د امام حسن په باره کې چې کوم روایتونه راځي، هغه نه یوازې سنداً ډېر قوي دي، بلکې له فطري مینې نه اخواته اشاره کوي. مثلاً انس بن مالک وايي:

لم یکن احدً اشبه بالنبي صلی الله علیه وسلم من الحسن بن علي (رواه البخاري)

  ژباړه: حسن بني علي نه ډېر هېڅ شخص نبي صلی الله علیه وسلم ته ورته نه و.

له ظاهري او طبیعي مشابهت سربېره دا هم واقعیت دی چې په صحیح روایاتو کې د امام حسین لپاره د هېڅ تاریخي کردار یادونه نه لیدل کېږي. خو په بله خوا کې دا ثابته ده چې نبي صلی الله علیه وسلم د امام حسن په باره کې د یوه ستر کردار د ادا کولو وړاندوینه فرمایلې وه:

عن ابي بکرة، قال: رأیت رسول الله صلی الله علیه وسلم علي المنبر والحسنُ ابن علي الی جنبه وهو یقبل علی الناس مرةً و علیه أخری. ویقول: ان ابنی هذا سیدٌ، ولعل الله ان یصلح به بین فئتین عظیمتین من المسلمین (رواه البخاري)

ژباړه: ابوبکره وايي، ما رسول الله صلی الله علیه وسلم په منبر لیدلی چې حسن بن علي يې په خوا کې و. رسول الله به یو ځل خلکو ته متوجه شو، بیا به يې حسن ته وکتل. او فرمایل به يې، دا زما بچی سردار دی، و دې شي چې الله د ده په لاس د مسلمانانو د دوو لویو ډلو ترمنځ سوله وکړي.

د رسول الله دغه وړاندوینه د امام حسن په ژوند کې ټکي په ټکي سمه ثابته شوه. له ده سره په ۴۰هـ کې بیعت په داسې حال کې وشو چې د مسلمانانو خپلمنځي جګړې پای ته نه وې رسېدلې. ځینې خلک د بنو امیه تر بیرغ لاندې راټول وو، ځینې د بنو هاشم ــــــــــ په دواړو کې یوه لوري هم نه بل لوری ختمولی شوی او نه ماتې منلو ته اماده وو. ده چې بیعت واخیست نو له خلکو نه يې دا اقرار هم واخیست چې «زه چې له چاسره جنګېږم، تاسې به هغه سره جنګېږئ، زه چې له چاسره سوله کوم، تاسې به هغه سره سوله کوئ.» د حضرت علي له شهادت وروسته د هغه د صاحبزاده په لاس بیعت کېدل د بنو امیه د مشر معاویه بن ابي سفیان لپاره د نوې ننګونې په معنا و. نوموړی له خپلې پلازمېنې دمشق نه له شپېته زره لښکر سره د کوفې په لور وخوځېد، چېرته چې حسن بن علي مېشت و. امام حسن چې له کوفې ووت، نو شاوخوا همدومره پوځي ځواک ورسره و. د یوه شاهد په ټکو کې د غرونو غوندې لښکر «کتائب امثال الجبال» ورسره و. دې خلکو د ده د پلار علي بن ابي طالب په لاس بیعت کړی و. او له مرګ او وژلو نه په کم هېڅ شي هم راضي نه وو.

د دواړو خواوو لښکرې مداین ته نیږدې راټولې شوې. معاویه بن ابي سفیان د امام حسن په نوم لیک واستوه چې له جګړې نه سوله بهتره ده. مناسبه ده چې تاسې ما خلیفه ومنئ او له ماسره بیعت وکړئ. امام حسن له غور او فکر نه وروسته د هغه وړاندیز قبول کړ. له شپږمیاشتې خلافت وروسته په ۴۱هـ کې یې د امیر معاویه په لاس بیعت وکړ او خلافت يې هغه ته وسپاره.

د امام حسن د جذباتي ملاتړو لپاره دا «ذلت» د زغملو وړ نه و. هغوی د دې پرېکړې په خلاف ډېره غوغا او چیغې وکړې. امام حسن يې عار المسلمین (د مسلمانانو لپاره شرم) او مذلّ المؤمنین (او د مؤمنانو خواروونکی) وباله. حتی کافر يې ورته وویل، د امام حسن جامې يې وڅیرلې، او د تورې ګوزار یې ورباندې وکړ. خو امام حسن په هېڅ حال کې هم د جګړه‎ییز سیاست لپاره تیار نه شو. هغه وفرمایل: «که خلافت د معاویه حق و نو هغه ته ورسېد او که زما حق و، نو ما هغه ته وباښه.»

له سولې وروسته امیر معاویه د امام حسن لپاره سل زره درهمه کلنۍ وظیفه مقرره کړه. (حافظ ذهبي، العبر، جلد ۱، صفحه ۴۸)

د یوه شخص د شاتګ پایله دا شوه چې د مسلمانانو خپلمنځي اختلاف په خپلمنځي اجتماعیت بدل شو. ۴۱هـ چې په اسلامي تاریخ کې به، له صفین او جمل نه وروسته، دریمه تر ټولو ستره د خپلمنځي خونرېزۍ عنوان ګرځېدلی و، د عام الجماعت په نوم وبلل شو. او د اختلاف په ځای د اتحاد په کال بدل شو. د مسلمانان ځواک چې په خپلمنځي جګړو کې به برباد شوی و، د اسلام په خپراوي او پراختیا کې مصرف شو ــــــ شاتګ تر ټولو لویه بهادري ده. خو ډېر کم خلک دي چې د دغې زړورتیا لپاره دې خپل ځان راضي کړای شي.

د پیغمبر علیه السلام له مړینې (۱۱هـ) وروسته شل کاله د اسلامي فتوحاتو لړۍ روانه وه. هره میاشت به یوه نه یوه لویه سیمه فتحه شوې وه. خو د دریم خلیفه په وروستۍ زمانه کې چې خپلمنځي جګړې پیل شوې، نو هغوی شاوخوا لس کاله د فتوحاتو لړۍ ودروله. دا یو تاریخي حقیقت دی چې دغه بنده دروازه چې کوم شخص وازه کړه، هغه همدا امام حسن و. په ۴۱هـ کې له خلافت نه تېرېدل په ظاهر کې خو د عمل له میدان نه د ستنېدو پرېکړه وه. مګر په حقیقت کې په ډېر بهتر ډول د عمل میدان ته ورتګ و. دا اقدام د مسلمانانو ځواک له خپلمنځي نښتو او جګړو څخه په خارجي ډګر کې د هلو ځلو په لور اړول و. دې ستنېدنې د اسلام په تاریخ کې د بریا نوي امکانات پرانیستل. که امام حسن په خلافت ټینګار کړی وای، نو عجبه نه ده چې اسلامي تاریخ به په لومړۍ هجري پېړۍ کې پای ته رسېدلی و. مسلمانان به په خپلو کې په جګړو کې له منځه تللي وو او قیصران او کسرا او یهود او منافقین به بېرته د همېشه لپاره د اسلام د استیصال لپاره راژوندي شوي وو. که په حسنینو کې د اسلامي تاریخ د اتل انتخابولو ته اړتیا شي، نو بې له شکه دغه اتل به امام حسن وي.

د پیغمبر لارښوونې

   د امام حسن دا مسلک کوم تصادفي یا طبیعي څه نه و. بلکې د شریعت په واضحو تعلیماتو بنا و. نبي صلی الله علیه وسلم ویلي و چې له ما وروسته به د مسلمانانو په سیاست کې انحرافات راځي، همدا وه چې په خورا روښانه ټکو کې يې امر کړی و چې د «اصلاح» په نوم یو بل سره په جګړو مه سر کېږئ بلکې د خپلو شخصي مسؤلیتونو په ترسره کولو کې بوخت اوسئ. د حدیثو په کتابونو کې د کتاب الفتن په عنوان کې په کثرت سره دغه ډول روایتونه راغلي دي.

حضرت حذیفه وايي، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه به خلکو د «خیر» په باره کې پوښتنه کوله. ما به ورنه د «شر» په باره کې پوښتنه کوله، له دې اندېښنې چې هسې نه زه په کې مبتلا شم. ما وپوښتل، موږ په جاهلیت او شر کې وو. بیا الله موږ ته خیر راکړ. ایا له دې خیر وروسته بیا شر شته (فهل بعدا هذا الخیر من شر). رسول الله وفرمایل هو:

یکون بعدي ائمة لایهتدون بهدای ولا یستنون بسنتی. وسیقوم فیهم رجالٌ. قلوبهم قلوب الشیاطین في جثمان انس. قال حذیفة قلتُ: کیف اصنع یا رسول الله ان ادرکت ذلک. قال تسمعُ و تطیعُ الامیر و ان ضُرِبَ ظهرک واُخِذَ مالک، فاسمع واطع. (رواه مسلم)

 ژباړه: له ماوروسته به داسې واکمن وي چې د هدایت لاره به نه غوره کوي او زما په سنتو به نه ځي. په هغوی کې به داسې خلک راپورته شي چې په ظاهر کې به انسانان وي خو په جسمونو کې به يې شیطاني زړونه وي. حذیفه وايي چې ما وپوښتل: اې د خدای رسوله! که زه دا زمانه ومومم، نو څه وکړم؟ رسول الله وفرمایل: د امیر واوره او اطاعت يې وکړه. ان که ستا په ملا وار وکړي او مال دې درنه وتروړل شي، په هر حال کې يې واوره او اطاعت يې وکړه.

په یوه بل روایت کې دا هم الفاظ هم دي: والا نمت و انت عاضٌ علی جزل شجرة (که نه وي ومره په داسې حال کې چې د ونې تنه دې نیولې وي.)

له ابو هریرة نه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

ویلٌ للعرب من شر قد اقترب، افلح من کف یده (رواه ابو داؤد)

  ژباړه: تباهي ده عربو لره له هغه شر نه چې ورته رانیږدې شو. هغه شخص به په کې بریالی وي چې خپل لاس يې ونیوه.

له ابو موسی نه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم له راتلونکې فتنې خبرداری راکړ. خلکو وپوښتل: نو موږ ته مو څه حکم دی؟ (فما تأمرنا) رسول الله وفرمایل:

کسروا فیها قسیَّکم و قطعوا فیها اوتارکم واضربوا سیوفکم بالحجارة. الزموا فیها اجواف بیوتکم. فان دخل علی احد منکم فلیکن کخیرا بنی آدم. (رواه ابو داؤد)

ژباړه: په دې زمانه کې خپلې لیندۍ ماتې کړئ، د خپلو غشیو تارونه مو وشکوئ، خپلې تورې مو په تیږې ووهئ. او په کورونو کې ناست اوسئ. که مو څوک د وهلو لپاره په کور درننوځي، نو تاسې د ادم له دوو زامنو څخه يې هغه بهتر زوی شئ. (ووژل شئ خو وژنئ يې مه.)

همدا هدایت و چې دریم خلیفه عثمان بن عفان عمل ورباندې وکړ. دی په ۲۴هـ کې خلیفه وټاکل شو او ۳۵هـ کې مسلمانو بلواګرو شهید کړ، په دې وخت کې د ده عمر ۸۲ کاله و. دغه مهال د مدینې د وفادارو مسلمانانو یوه ډله له ده سره په کور کې حاضره وه او د بلواګرو د مخنیوي لپاره جګړې ته اماده وه، خو دریم خلیفه په قسمونو هغوی په خپلو مسلمانو وروڼو له برید کولو څخه منع کړل. دی په خپل کور کې د قرآن کریم تلاوت ته ناست و چې خلکو د تورو او نېزو په ګوزارونو له منځه یووړ.

د دریم خلیفه په دې ډول پټه خوله قتل کېدل تصادف یا ارادي عمل نه و. دا په اصل کې د شریعت حکم ته غاړه ایښودل و. د شریعت له مخې له خپل لوري د تجاوز پیلول د مؤمن بنده لپاره په هېڅ حال کې هم روا نه ده. مسلمان د دعوت او نصحیت له لارې عمل کوي نه د قتال له لارې. له هغه وروسته که له مقابل لوري تجاوز پیل شي، نو دوه حالتونه دي. که تجاوز د کفارو له لوري شوی وي، نو د ځانګړو شرایطو له مخې د هغه د دفاع امر دی (بقره: ۱۹۰) خو که تجاوز د مسلمان له لوري پیل شوی وي، نو په داسې حالت کې حکم دا دی چې د دفاع په توګه دې هم په خپل دیني ورور وار نه کېږي:

لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَاْ بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لأَقْتُلَكَ (مائده: ۲۸)

ژباړه: نو كه ماته دې لاس راوغځاوه چې ومې وژنې، زه خو مې لاس نه درغځوم چې تا ووژنم. [1]

دریم خلیفه په همدې امر عمل وکړ او له خپلو مسلمانو بریدګرو سره یې هېڅ جګړه ونه کړه او په پټه خوله شهید شو. دی د آدم په دوو زامنو کې هغه بهترین زوی یې شو. خو عجیبه خبره ده چې کوم خلیفه د شریعت د اصولو دومره ستر عملي مثال قایم کړی و، د هغه د وینې د انتقام لپاره، له هغه نه وروسته، مسلمانان پنځه کاله (۴۰- ۳۵هـ) له یو بل سره لاس و ګرېوان و. یوازې د عثمان د خون په نوم سل زره مسلمانان پخپله د مسلمانانو تورو ذبحه کړل. د دې وینې او وژنې باوجود لا هم د عثمان د قاتلینو مسئله د خدای په نزد د سپینېدو لپاره پاتې ده.

[1]  په انفرادي حالاتو کې د خپل معلوم حق د خوندیتوب لپاره که یو مسلمان له بل مسلمان سره جګړه وکړي، نو دا کار ورته روا دی، په دې شرط چې دا اندېښنه نه وي چې له دې اقدام نه به کوم اجتماعي فساد پیدا شي. عن عبدالله بن عمرو بن العاص، قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: من قتل دون ماله فهو شهید (متفق علیه) ترجمه: څوک چې د خپل مال په ژغورلو کې ووژل شو، شهید دی.

نور بیا

د حسین شهادت: یوه مطالعه | ژباړه: رحمت شاه فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...