Homeخبرونهمتقي د یوناما له مرستیال سره لیدنه کې د بنسټیزو پروژو پر...

متقي د یوناما له مرستیال سره لیدنه کې د بنسټیزو پروژو پر پلي کېدو ټینګار وکړ

تاند (یکشنبه د چنګاښ/سرطان ۷مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له نوي مرستیال او د دې ادارې د بشري مرستو د برخې له همغږي کوونکي، برونو لمارکي، سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیااحمد تکل، نن په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، برونو لمارکي په دې لیدنه کې د بشري مرستو د لا ښه تنظیم او مدیریت په اړه خپل نظر شریک کړی او د دواړو لوریو ترمنځ یې په بېلابېلو برخو کې د لا زیات تعامل او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

دغه راز امیرخان متقي هم د بشري مرستو اړتیا مهمه بللې او د بنسټیزو (زیربنایي) پروژو پر عملي کېدو یې ځانګړی ټینګار کړی دی.

د کارپوهانو په باور، د افغانستان د دوامدار اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي، بلکې د بنسټیزو پروژو پلي کول هم اړین دي.

د سړکونو، انرژۍ، اوبو لګولو، روغتیا او ښوونې او روزنې په برخو کې پانګونه کولی شي د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي، د اقتصادي ودې لامل شي او د هېواد پر ځان‌بسیاینې مثبت اغېز وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...