Homeخبرونهد ایران د بهرنیو چارو وزیر عراق ته په رسمي سفر تللی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراق ته په رسمي سفر تللی

تاند (یکشنبه د چنګاښ/سرطان ۷مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د عراق له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې او خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.

ایراني رسنیو ویلي چې، عراقچي نن یکشنبه د عراق پلازمېنې بغداد ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د عراق له چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه د سیمې او نړۍ پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړي.

ویل کېږي چې د دې سفر د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه یوه هم د ایران د پخواني مشر د جنازې د مراسمو د ترسره کېدو په تړاو له عراقي چارواکو سره همغږي ده.

کارپوهان باور لري چې د ایران د لوړپوړو چارواکو وروستي سیمه‌ییز سفرونه، چې له دې وړاندې د ایران ولسمشر هم پاکستان ته سفر کړی و او اوس د بهرنیو چارو وزیر عراق ته تللی، د دې څرګندونه کوي چې تهران هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې لا پیاوړې کړي.

د دوی په اند، دغه ډول سفرونه د سیمه‌ییزو همکاریو، اقتصادي اړیکو او د ګډو امنیتي او سیاسي مسایلو د همغږۍ لپاره مهم رول لوبولای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...