تاند (یکشنبه د چنګاښ/سرطان ۷مه) قرغزستان لپاره د طالبانو د حکومت سفارت اعلان کړی چې، د افغانستان او قرغزستان د سوداګرۍ فورم غونډه د دواړو هېوادونو د چارواکو په ګډون ترسره شوې ده.
یاد سفارت نن (یکشنبه، د سرطان ۷مه) په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې، په بیشکک ښار کې د طالبانو د سفارت سرپرست، عبدالشکور حقاني ویلي چې افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډو اقتصادي نوښتونو ملاتړ کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د «سوداګرۍ شورا» د جوړېدو هوکړهلیک هم لاسلیک شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې،د دې شورا موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د ګډو اقتصادي نوښتونو همغږي او د اقتصادي پروژو پراختیا او ملاتړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، سیدکریم هاشمي، پرون د یوه پلاوي په مشرۍ قرغزستان ته سفر کړی و.
د نظر خاوندان باور لري چې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګرۍ شورا جوړېدل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.
د دوی په اند، د سیمهییزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا نه یوازې د سوداګرۍ د کچې په لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي ادغام او سیمهییز اتصال لپاره هم مهم ګام ګڼل کېږي.