Home+ستراتیژیکه ژورتیا که ستراتیژیکه ناکامي؟

ستراتیژیکه ژورتیا که ستراتیژیکه ناکامي؟

عبدالوحید وحيد

که د پاکستان د “ستراتیژیکې ژورتیا” تګلارې په هکله داسې انډوليزه او ناپييلې ارزونه کوو، چې د حکومتي څرګندونو پرځاى په عيني واقعیتونو باندي ولاړه وي او د تېرو څو لسیزو تاریخي تجربو انعکاس پکې ځاى شوى وي، نو باید د رسمي چينلونو او وياندويانو له څرګندونو څخه  ورهاخوا د دغې تګلارې انګېزې او اوږدمهالې سیمه ییزې پایلې وڅېړل شي.

پاکستان تل د افغانستان په هکله خپل د نفوذ موندلو سیاست د ملي امنیت په نوم توجیه کړی دى، او استدلال یې دا دی چې په کابل کې یو دوست حکومت د هند له احتمالي محاصرې څخه د مخنیوي او له لويديز لوري څخه د پاکستان د خوندي کولو لپاره اړین دی. اندېښنه داده چې که واقعاً د پاکستان انګېزه د ستراتېژیک برلاسي د ترلاسه کولو په موخه نه، بلکې په ريښتوني ډول د امنیتي اندېښنو پر بنسټ واى، نو د تېرو پنځوسو کلونو ناکامه او زيان اړوونکې تجربې باید د دغه هیواد لپاره په خپلو تګلارو باندي د بیاکتنې لامل شوې وایي.

د شوروي یرغل، د امریکا جګړه، او د ناټو اوږد پوځي شتون  وښوده چې په افغانستان کې د زور کارول د اوږدمهاله سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره بريا نشي رامنځته کولاى. برعکس، پوځي فشارونه د افغانانو ترمنځ د پرديو په وړاندې د مقاومت روحيه پياوړې کوي، د بې‌ثباتي او دښمني د زیاتېدو سبب ګرزي. له همدې امله، د زور پر بنسټ د ولاړې تګلارې دوام د هغو شرموونکو پایلو د بیا تکرار خطر زیاتوي چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې څو ځله تجربه شوې دي.

د دې تر څنګ، تاریخي شواهد هم د پاکستان دغه ادعا نه تاییدوي چې د افغانستان لخوا دې د هند او پاکستان ترمنځ شته رقابتونه  د پاکستان پر ضد د ستراتیژیکې وسلې په توګه کارول شوى وي. دغه موضوع هغه شننې او ارزونې پياوړې کوي چې وايي افغانستان هيڅکله د پاکستان او هندوستان ترمنځ له رقابتونو څخه د وسيلې په توګه کار نه دى اخيستى او داچې د پاکستان دغه دريز د امنیتي اړتیاوو له مخې نه، بلکې  د پراخو سیمه‌ییزو اهدافو د پلي کولو لپاره یوه ستراتیژیکه پلمه ده.

که څه هم د دې تګلارې ترشا د پرتو پټو ارادو په اړه قطعي ثبوت نشته، خو د تېرو څو لسیزو تحولاتو ته په کتو داسې ښکاري چې ستراتیژیکه ژورتیا د هغو موخو لپاره نه وه چې پاکستان له افغان ګواښونو څخه خوندي کړي، بلکې هدف دا وو چې افغانستان په داسې حالت کې وساتل شي چې د تل لپاره د پاکستان د نفوذ په ساحه کې پاتې شي.

د ستراتیژیکې ژورتیا دوکتورين یوه بله مهمه ستونځه له وسله‌والو ډلو سره د پاکستان اوږدمهاله اړیکې دي. په تيرو لسیزو کې پاکستان د افغان شخړو پر مهال د بېلابېلو وسله‌والو شبکو د ملاتړ، هغوى ته د اسانتيا برابرولو یا لږ تر لږه د پناه ورکولو په تور د ګڼو حکومتونو، شنونکو او نړیوالو بنسټونو لخوا تورن شوی دی، خو داسې بيلګه نشته چې پاکستان دې له تيرو پنځو لسيزو راپدېخوا د کابل واکمنانو په وړاندې له جنګيدونکي ډلې څخه ملاتړ نه وي کړى او همدغه يوه سواليه نښه ده چې پاکستان ولې د تل لپاره د عمل په ډګر کې له نظام څخه نه بلکې د هرې حاکمې ډلې په وړاندې يې د وسلوالو مخالفينو ملاتړ کړي دى.

ايديالوژيکي وسله والې ډلې په پیل کې د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو او  نفوذ پراخولو لپاره د وسیلو په توګه کارول کېږي، خو تاریخ په تکراري ډول ښودلې چې نظرياتي وسله‌وال سازمانونه تل د خپلو ملاتړکوونکو له اوږدمهاله ګټو سره وفادار نه پاتې کېږي. د سیاسي او امنیتي شرایطو له بدلون سره، دغه ډلې خپلواکې اجنډاوې تعقيبوي، په بېلابېلو ډلو وېشل کېږي، او په تدريجي ډول د هغو استخباراتي چينلونو له کنټرول څخه وزي چې یو وخت یې د ستراتیژیکو وسایلو په توګه کارول.

له همدې امله، هغه عناصر چې یو وخت  د مشخصو موخو لپاره ګټور ابزار ګڼل کېدل، وروسته د هماغو دولتونو لپاره د امنیتي فشار او بې‌ثباتي سرچینې ګرزي. پاکستان په همدغه رنځ اخته دى او په افغانستان کې د د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو شتون که احياناً ثابت هم شي، نو یوازې د افغان سیاستونو یا هم د افغان حکمرانانو د نیتونو پایله نه ګڼل کېږي، بلکې تر ډېره د پاکستان د هغو اوږدمهالو تګلارو انعکاس دی چې د ستراتیژي پربنسټ يې روزلي وي او يا هم له امریکا سره د ترهګري په وړاندي جګړه کې ددغه هېواد د شراکت پايله ګڼل کېږي.

د دوه اړخيزو همکاريو پر ځای نفوذ ته د لومړیتوب ورکولو پاکستاني تګلارو افغانستان له یوه بالقوه سیمه‌ییز شریک څخه د نيابتي تګلارو، او متقابلې بې‌باوري په  اوږدمهاله ډګر بدل کړ. په دغه هېواد کې د نفوذ د ترلاسه کولو هڅو په وړاندې حساسيت او مقاومت رامنځته شو او یو داسې اوږدمهاله امنیتي معما یې وزېږوله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور یې په تدریجي ډول له منځه يووړ.

د ستراتېژيک عمق زيانونه یوازې په افغانستان پورې محدود نه دي، بلکې د وخت په تېرېدو سره د دغې تګلارې له امله د پاکستان خپلو اوږدمهالو ګټو ته هم زیانونه ورسیدل. سیمه‌ییزه بې‌ثباتي یې پیاوړې کړه، د اقتصادي ادغام او له رامنځته شويو سیمه‌ییزو فرصتونو څخه د ګټو پورته کولو امکانات یې کم کړل، او پاکستان یې په هغو اوږدمهاله امنیتي ننګونو کې ښکېل وساته چې لا هم د سیاسي مالي او پوځي سرچینو لویه برخه مصرفوي. د دې پر ځای چې ستراتیژیک انعطاف زیات کړي، يادې تګلارې د پاکستان د انتخاب ساحه لا تنګه کړه، افغان ذهنيت يې د پاکستان په وړاندي راوپاراوه او د تقابل هغه کړۍ یې پیاوړې کړه چې ماتول یې ورځ تر بلې سختېږي.

که ليکنه را لنډه کړو، نو  تاریخي شواهد ښيي چې د پاکستان د ستراتیژیک عمق تګلارې خپلې اعلان شوې موخې نه دي ترلاسه کړې، بلکې په معکوس ډول يې پاکستان ته د نورو ستونځو ترڅنګ امنیتي ستونځې هم زيږولې دي. د دې پر ځای چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تلپاتې امنیت او باثباته اړیکې رامنځته کړي، يادې تګلارې د بې‌ثباتي، بې‌باوري او پرله‌پسې شخړو رامنځته کيدو ته لاره هواره کړي ده. د تېرو پنځو لسیزو تجربې څرګنده کړې چې تلپاتې امنیت د نفوذ تر لاسه کولو له لارې نه، بلکې د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او سیمه‌ییزې همکاري له لارې ترلاسه کېدای شي. له همدې امله، ستراتیژیک عمق د یوې بریالۍ ستراتیژي پر ځای د یوې ناکامې تګلارې په توګه ثابته شوې، چې اغېزو یې لا هم پر دواړو هېوادونو سیوری غوړولی دی او بدلون ته اړتیا لري.

1 COMMENT

  1. ترڅو چې هر افغان دولت که اوس ده یا پخوا یا راتلونکی ترڅو په نړیوالو محکمې کې د ثبوت او شواهدو په رڼا کې په پاکستاني پوځ او استخباراتو باندې عریضه ونشي نو زما او ستا لیکنې ، تبصیرې ګټه نلري، ځکه هر افغان په تیر ۲۰ کلنه دوره کې همدارنګه د ډاکټر نجیب الله ویناوې او د تلویزونونو په تودو بحثونو کې د شننونکو او سیاسیونو ویناوې اوریدلی مګر د ولس مشر او کشر هر چارواکې خپلو تنظیمې او پخوانیو اړیکو او امنیتي تهدیداتو ته په کتو ځان کوڼ او ګونګ نیولی ده.
    نو زما په نظر لومړی باید ۴۵ یا ۵۰ کلنه قضیه (جنګي جرایم) د کابل کنډواله او افغان ولس بی قضا او بی عدالته وژلو په اړه حساب او کتاب ونشي او همدارنګه ددې پوځ او استخباراتو په تمویلونکو باندې د همدې له لوری افغانانو ته غرامت او تاوان او بربادی بیا آبادی ونه غوښتل شي ، هیڅ فایده نلری، ځکه که موږ افغانان له پاکستان سره نیکي اړیکي ساتو یعنی د ولس قاتل سره نیکي کوو او دښمن ته وخت ورکول دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...