Homeخبرونهکراچۍ کې پر رینجرز کمپ برید؛ درې پاکستاني رینجر ځواکونه وژل شوي

کراچۍ کې پر رینجرز کمپ برید؛ درې پاکستاني رینجر ځواکونه وژل شوي

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۷ مه) د پاکستان پوځ ویلي، د شنبې په ماښام د دغه هېواد په ستر بندري ښار کراچۍ کې پر د رینجر ځواکونوپر یوه کمپ په وسله‌وال برید کې درې پاکستاني رینجر سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې عموماً د خپلو ځواکونو مرګ ژوبلې کمې ښيي. او خپلواکې سرچینې د مرګ ژوبلو کره شمېر تاییدولی یا ردولی نه شي.

د پاکستان وسله‌والو ځواکونو د یکشنبې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دې «بزدلانه» برید مسوولیت د جماعت الاحرار وسله‌والې ډلې پر غاړه دی.

د پوځ په وینا، بریدګرو لومړی د کمپ د اصلي دروازې مخې ته چاودنه وکړه او وروسته یې هڅه وکړه چې د کمپ امنیتي کمربند مات کړي، خو د رینجر ځواکونو چټک او پرېکنده غبرګون یې برید شنډ کړ.

خبرپاڼه زیاتوي چې په نښته کې درې بریدګر وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

جماعت الاحرار یوه وسله‌واله ډله ده چې ځینې یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړي. په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د ټي ټي پي او د هغې د اړوندو ډلو بریدونه زیات شوي دي.

اسلام‌اباد تور لګوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان وسله‌والو ته خوندي پناه‌ځایونه برابر کړي دي، خو د افغانستان واکمنو طالبانو دا ادعاوې څو ځله رد کړې دي.

پاکستان د غچ اخیستو ژمنه وکړه

د پاکستان پوځ ویلي چې د «بهرنیو ملاتړ لرونکو ترهګرو» پر ضد به خپلې جګړې ته په بشپړ ځواک دوام ورکړي او د برید غچ به واخلي.

د فرانس پریس خبري اژانس خبریالانو ویلي چې د شنبې په شپه یې په کراچۍ کې د درنو ډزو غږونه اورېدلي دي. امنیتي ځواکونو د ښار د موسمیات چورنګي سیمې شاوخوا لارې تړلې وې او ملېشه ځواکونه له وسلو او مهماتو سره په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو.

د سند ایالت اعلی وزیر سید مراد علي شاه ویلي، د پېښې د هر اړخیزې څېړنې امر یې کړی دی.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري هم په ایکسپاڼه کې د وژل شویو رینجر سرتېرو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...