Homeخبرونهد افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډله بوتان ته ولاړه

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډله بوتان ته ولاړه

تاند (یکشنبه د چنګاښ/سرطان ۷مه) د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون ویلي، چې د هېواد د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډله بوتان ته ولاړه.

دغه لوبډله به د سوېلي اسیا د اتلولۍ د ۱۶م پړاو سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپل فېسبوک پاڼه زیاته کړې چې، د دې سفر موخه د سویلې اسیا د ۱۶م پړاو سیالیو کې ګډون دی او افغان لوبډله به د بوتان پلازمېنې «تیمفو» کې ښکته شي.

دغه فدراسیون زیاته کړې چې، په دغو سیالیو کې به د افغانستان له لوري ۱۵ ورزشکاران ګډون وکړي.

د یادولو ده چې د سوېلي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د جون په ۳۰مه په تیمفو کې پيلېږي.

د بدن ښکلا او فټنس ورزش په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ کړی او افغان ورزشکارانو په بېلابېلو نړیوالو او سیمه‌ییزو سیالیو کې د مډالونو په ګټلو سره د هېواد لپاره ویاړونه خپل کړي دي.

د سوېلي اسیا اتلولۍ هم د دې ورزش له مهمو سیمه‌ییزو سیالیو څخه شمېرل کېږي، چې د سیمې د بېلابېلو هېوادونو ورزشکاران پکې خپل ځواک او وړتیا ازموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...