چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو له امله پر پاکستان د نړۍ د کاتولیکانو د...

د افغان کډوالو له امله پر پاکستان د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر نیوکې

تاند:( چارشنبه، د عقرب ۱۷مه) د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر بهیر نیوکې کړي.

نوموړي دغه وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی او ویلي، افغان کډوالو پاکستان ته پناه وړې وه، خو دغه هېواد یې په زوره له ورپېښو خطرونو سره وباسي.

پرون د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو نړیوال کمېسیون هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې، له دوی سره د تاوتریخوالي او پر وړاندې یې د ګواښونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته، د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره عملیات پیل کړل.

د طالبانو چارواکي وايي، نږدې ۳ سوه زره افغان کډوال له پاکستانه راشړل شوي او لا هم دا بهیر روان دی.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر د طالبانو له حکومت او ‘یو این ایچ سي آر’ سره له مشورې پرته پیل شوی او پاکستان دا حق نه‌لري چې د یوې مناسبې تګلارې پرته افغان کډوال ستانه کړي.

پاکستان بیا د افغان کډوالو پر وړاندې د خپل چلند دفاع کړې او پر دوام یې ټینګار کړی دی.

1 COMMENT

  1. پاپ فرانسیس شخصیت ته درناوي، خو له ده نه او امریکه او غربي هېوادونو نه چه کاتولیکان دي ؤپښتۍ چه چا پرته له تاسو دا ورځ پر افغانستان وتمبوله، ستاسو خپله تحقیقي سند! لاندې یې وګورئ! آیا زه هغه زمری کاسی نه یم چه ور په ور لوړ پوري اروپانو ته مې نه دي ویلي چه ډېرې سختې ورځې راتلونکې دي او د امریکې د پارلمان مهم غړي سره مې ؤنه لیدل؟ او خبرداري مې ورنکړ! چه ډېرې بدې ورځې راتلونکې دي! سند د مجلس راسره دی! اوس تاسې غواړی چه ځانونه پاک ؤباسئ او په نورو یې واړوۍ!تاسې له ما نه سی آی یې غړی جوړؤ، خو زه حاضر نه شولم:تاسې غرب مسؤل یاستئ! ستاسو د اعمالو سندونه راسره دي!
    https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب