Home+د فلج انسان په ماغزو کې د چیپ نصب

د فلج انسان په ماغزو کې د چیپ نصب

تاند- دا چیپ د فلج شویو ناروغانو د مازغو لپاره دی.

چیپ به له معلول سره مرسته وکړي چې هر هغه څه چې یې په ذهن کې ګرځي، د کمپیوټر پر سکرین یا شیشه ټایپ شي.

دا کار د نورالینک کمپنۍ کوي.

هغه کسان چې د نخاع د ټپي کېدو له کبله فلج شوي یا په نورو دماغي ناروغیو اخته شوي، په دې څېړنه کې د رضاکارانو په توګه برخه اخیستی شي.

تراوسه څرګنده نه ده چې د رضاکارانو له منځه به څو تنه غوره شي. دا پروسه به شپږ کاله دوام وکړي.

په دې څېړنه کې، د روباټ په مرسته د مازغو رابط چیپ په مازغو کې د حرکت د کنټرول په ځانګړي ځای کې اېښودل کېږي.

د دې څېړنې اصلي هدف دا دی چې ناروغ د کمپیوټر یا کیبورډ په وسیله هغه څه کنټرول کړي چې په ذهن کې یې ګرځي.

د نورالینک شرکت هیله لرله چې د ۱۰ تنو په مازغو کې به خپل چیپونه کېږدي خو وروسته له دې چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې اندېښنه ښکاره کړه، نورالینک د لږ شمېر کسانو په مازغو کې د چیپ د اېښودو په اړه خبرې پیل کړې.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې به په دې څېړنه کې د څو تنو ګډون تایید کړی وي.

ایلن مسک، د نورالینک کمپنۍ خاوند دی.

هغه نورالینک ته ډېرې لویې هیلې لري او غواړي چې د زیات چاغښت، اوتیزم، او ذهني پریشانۍ د درملنې لپاره د چیپونو د نصبولو جراحي چټکه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...