یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسراج الدین حقاني د پاکستان پر اخلاقو خواشیني وښوده

سراج الدین حقاني د پاکستان پر اخلاقو خواشیني وښوده

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۷مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني تورخم ته د سفر پر مهال له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند نیوکې وکړې او د دغه هېواد اخلاق یې د خواشینۍ وړ وبلل.

هغه په یوه وینا کې پاکستان مخاطب کړی او ویلي، چې که لومړنی چلند یې بیا هم کړی وای، غوره به وای.

د ده په وینا، افغانان که غریب هم دي، خو د عزت شمله یې لوړه ده.

حقاني ونه ویل، چې پاکستان دا عزت نه لري، خو په نا مستقیم ډول یې د دغه هېواد اخلاق، عزت او حیثیت تر پوښتنې لاندې راوستل.

پاکستان له څه مودې راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو د په زوره ویستو لړۍپيل کړې، چې له امله یې توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

1 COMMENT

  1. اوس هم دوی د پاکستان خلاف ښکاره او نره خبره نشي کولی ځکه چې کورونه او کاروبارونه یې هلته دي. خلکو ته وایي هیواد ته راشئ مګر خپله مطمین ندي او ویره لري. دا وړۍ نه شړۍ کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب