چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeجنرال وزیريحرکت، اراده او ټينګ هوډ د بریا لاره ده| دولت وزیري

حرکت، اراده او ټينګ هوډ د بریا لاره ده| دولت وزیري

څرنګه چې انسان یو متحرک، ناطق، د عقل او فکر خاوند ژوندیساری دی، نو ځکه د دوی ټول ژوند د دوو متحرکو ځواکونو په کنټرول کې وي. لومړی هغه ځواک دی چې انسان مخې ته کشوي او خپلو موخو ته يې رسوي، دویم هغه ځواک دی چې نه پرېږدي انسان مخې ته حرکت وکړي تر څو خپلې موخې تر لاسه کړي.

تل پر انسان دغه دوه ځواکونه واکمني کوي او همدغه دوه ځواکونه دي چې د انسان د بریا او ناکامۍ باعث ګرځي.

که انسان ځان لومړي ځواک ته تسلیم کړي او تل له ستونزو او ستړیاو څخه وېره ونه لري، په بشپړ ډاد، ارادې او ټينګ هوډ پر مخ لاړ شي، ښکاره خبره ده چې تل به يې بریا په برخه وي او په اسانه به خپلې موخې تر لاسه کوي.

په ژوند کې يوازې هغه څوک بریالی وي او لوی خدای ج هم ورسره مرسته کوي، چې متحرک او د بریا هوډ ولري. یوازې د خوب په کټ کې د نړۍ د فتح کولو خوبونه نه ویني، بلکې په عمل کې هم د خپلو تخیلاتو عملي کولو ته زمینه برابروي.

که چیرې دویم ځواک پر انسان حاکم شي، تل به په وېره کې وي، پلمې او ټنبلي به يې عادت وي. هر کار به په نیمه لار کې پرېږدي، تل به بې ارادې وي او ټينګ هوډ به نه شي نیولی.

ښکاره ده چې دا ډول خلک تل ناکام او هېڅ وخت خپلو موخو ته نه شي رسېدلای. دا ډول خلک تل د خپلو ناکامیو د توجیه لپاره ځینې دلایل لټوي او هڅه کوي ځان ته په خپله تسکین ورکړي.

ځينې انسانان فکر کوي، چې خوند او راحت په نه ښورېدو، خوب او په نه حرکت کې دی، د دې لپاره چې له حرکت او کار څخه اوږه خالي کړي، پلمې کوي او ځان په دې پلمو چې دا کار او یا هغه کار د کولو نه دی او دی يې سر ته نه شي رسولای. دوی په غلطه دي، ځکه ټینګه اراده او هوډ غرونه سوري کوي.

پايله داده چې ټول بریالیتوبونه په حرکت کې دي او ناکامي په بېځايه پلمو، وېره او ټنبلۍ کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب