جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد ډیورنډ کرښې په اړه د امیرخان متقي څرګندونې

د ډیورنډ کرښې په اړه د امیرخان متقي څرګندونې

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۷مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي وایي، چې د دوی رژیم په یوازې ځان د ډیورنډ کرښې په اړه پریکړه نه شي کولای.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په دې تړاو د کرښې د دواړو غاړو د خلکو نظرونه ضرور دي.

ملا متقي د ټي ټي پي موضوع د پاکستان کورنۍ مسئله ګڼلې او ویلي، چې دوی پورې اړه نه لري.

هغه زیاته کړې: «دا د دوی خپله کورنۍ موضوع ده، دوی خو ډېر قوي پوځ لري او استخبارات لري باید خپله يې مخه ونیسي، یعنې دا موږ پورې اړه نه‌لري.»

طالب وزیر دا خبرې په داسې وخت کړي، چې ځینو شنونکو د طالبانو او پاکستان د ناندریو تر شا د ډیورنډ کرښې په سر د اختلاف موضوع هم یاده کړې او ویلي، چې طالبانو د دغې کرښې د په رسمیت پېژندلو لپاره د پاکستان غوښتنه نه ده منلې.

طالبانو او پاکستان د دغه تحلیل په اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. یاره سیاست باندې پوهیدل اسان کار ندی. زمونږ د کلي یو ملک و چې کله به یې څوک د پامه بد شو یا به ورته لږ سرکش ښکاره شو نو خپلو ځوانانو ته به یې وویل چې د خلکو مخ کې یې ووهئ او زه به درباندې راشم او خلاص به یې کړم درنه او تاسو به زه ووهم او بیا به یې کورته یو پسه هم وروست نو هغه بې ابرو شوي به بیا هیڅکله دده پر وړاندې خبره نه کوله. د پاکستان او طالب سیاست راته داسې بریښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب