یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد قوشتیپې کانال له جوړیدو سره د پاکستان مخالفت او د طالبانو...

د قوشتیپې کانال له جوړیدو سره د پاکستان مخالفت او د طالبانو غبرګون

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۸مه) د طالبانو چارواکي وایي، چې پاکستان د افغانستان په شمال کې د اوبو د مدیریت د تر ټولو سترې پروژې( قوشتیپې کانال) د جوړیدو مخالفت کړی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه مقام عبدالحق حماد، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد له نږدې کسانو ګڼل کیږي، دا موضوع په یوه تلویزوني بحث کې افشا کړې ده.

هغه ویلي، چې یاده غوښتنه په یوه رسمي غونډه کې د پاکستان استازي طالب لوري سره شریکه کړې او ویلي، چې د یاد شوي کانال جوړیدل د دوی لپاره په تاوان دي.

حماد په دې تړاو له نورو جزییاتو پرته وویل، چې یاد شوی کانال د افغانستان د پر ځان بسیاینې لپاره ګټور تمامیږي او پاکستان دا کار په خپل تاوان بولي.

د هغه په باور، پاکستان د یاد شوي کانال له مخالفت سره غواړي څو افغانستان یې ورته محتاج او اقتصادي بازار یې وي.

باکستاني چارواکو د طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د طالبانو رژیم سره د پاکستان ناندرۍ زیاتې شوي او پرون یې موقت صدراعظم انورالحق کاکړ مدعي شو، چې د طالبانو له واک ته رسیدو سره پاکستان کې د ترهګریزو سطحه ۶۰ سلنه لوړه شوې ده.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا موضوع د پاکستان داخلي وبلله او ویې ویل، دوی د چا د امنیت ساتلو مسوول نه دي.

6 COMMENTS

  1. دا موضوع بیخي زه نه منم ځکه چې قشتیپې کانال اوبه مهارول تاجکستان، ازبکستان او نور شمالي ګاوندي هیوادونه یوه اندازه ګواښ کیداي شي ځکه د ټولو اوبو مسیر شمال طرف ته ده خو که دا علت د اقتصادي پیاوړتیا نه زغمل وي هغه بیله خبره ده خو موږ باید د مهاجرو په زور او ظلم ویستلو ته په غبرګون کې باید د کنړ په اوبو باندې لوی بندونه جوړ کړو ځکه زیاتره بندونه د برښنا انرژی تولید لوړ ظرفیت لري نو موږ په آینده کې له وارداتي برښنا بیغمه او پخپل هیواد کې له داخلی منابعو په ځان بسیا کیږو خو پدې شرط چې ټول چارواکي رښتیا او کوټلی ګامونه واخلی او شعار په عمل بدل کړي

  2. د خبره یې شاید کړی وې خو په طالب به څوک باور وکړی هغه کڅانو چی ای اس ای او ملا ډیزلی ته معنوی پلار ویلی نو باور کول پې مشکله خبره ده هیبت خینزیر څوک ده چا لیدلی هغه یو پنجابی جنرال ده چی ټول ملایانې ګروګان کړی او کونه نشې خوزه ولی

    • اسلام عليکم.
      وروره ډیره بخښنه غواړم زه تاته یو پیغام لرم هغه دادی.
      آيا تاته افغانیت دا اجازه درکوي (غلط الفاظ استعمالول او ښکنځل کول) ډیره بد کار دی.
      وروره نور د یوالي وخت دی نفرتونه پریږدي .

  3. سلام علیکم زه دا پسرلی ورور ته هم یو پیغام لرم نوم خو د پسرلی دی پدی معنی چی پسرلی یو ښکلی موسم او د نویو بوټو او شنو ونو را ژوندی کیدل دی کوشش وکړه چی ذهن دهم تازه او دژمی له درانه خوبو څخه راوباسی

  4. مونږ په دی پوهیږو چی د ډیر په مزاج پنجابیو ته بد ویل بد لګیږی دا خو ښه خبره ده چی دیوالی وخت راغلی دا وخت اس نده راغلی دا وخت ډیر پخوا راغلی وه مګر د پنجابیانو د خوشحالی او مفاداتو پخاطر مو هغه وخت له لاسه ورکړ او دخپل دملت له وزولو مو خوند اخیسته هغه وخت یوالی راتلی شی چی زمونږ ملت د ملی بیرغ لاند او د خونیندو او میندو پر مخ د تعلیم دروازی خلاصی شې از زما خور او مور زما خپل دملت ډاکتره تداوی کړی همداسی چی پنجابی ته بد ویل په تاسو بد لګی همداسی پنجابی ډاکتران او هغه په زرګونو کسان چی اوس زمونږ د وزارت او ریاست مشاورتوب کوی په مونږ بد لګیږی
    په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب