دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا لخوا د پاکستاني چارواکو د وروستیو ادعاوو ردیدل

د امریکا لخوا د پاکستاني چارواکو د وروستیو ادعاوو ردیدل

تاند:( پنجشنبه، د عقرب ۱۸مه) متحدو ایالتونو د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د دغه هېواد مخالفې وسله والې ډلې په خپلو بریدونو کې، په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې کاروي.

 د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهال یې داسې هیڅ راز تجهیزات نه دي پریښي، چې وسله‌ والې ډلې پرې د سیمې امنیت ته ګواښ جوړ کړي.

د پاکستان د لنډمهاله حکومت مشر انوارالحق کاکړ پرون ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې انتحاري بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي.

د هغه په وینا، د دوی خلاف بریدونو کې په سیمه کې له پاتې شویو امریکایي وسلو او تجهیزاتو هم استفاده کیږي.

خو د طالبانو د رژيم ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د انوارالحق کاکړ د ادعاوو د ردولو ترڅنګ ویلي چې «هغوی باید خپل کورني مسایل په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي.»

په وروستیو کې د طالبانو د رژیم او پاکستان ناندرۍ زیاتې شوي، چې اصلی لاملونه یې خلکو ته نه دي روښانه.

ځینې شنونکي باور لري، چې پاکستان په افغانستان کې له هر حاکم رژیم سره ستونزه ساتي او دلیل یې دا دی چې افغانستان کې په هره ممکنه بڼه بې ثباتي او جنجال جوړول غواړي.

د دوی په باور، که طالبان لا اوس هم له افراطي تګلارو لاس په سر او افغانانو سره د پخلاینې او جرګې لاره غوره کړي، د دغه هېواد خلاف له رامنځته شوي پراخ ولسي نفرت نه په استفادې د افغانستان د باثباته کولو لپاره اساسي کارونه کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب