کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هنري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
پنځلسمه برخه
د کمپیوټرپوهنې فلسفي او معنوي اړخونه
په ۱۹۴۰مو کلونو کې چې مډرن ډیجیټل کمپیوټرپوهنه منځته راغله، نو له دوو ریښو يې ارتقا وکړه: یو انجینري (په تېره برقي انجینري) او بل ریاضيات. که څه هم د لومړنیو کمپیوټرونو د جوړوونکو اهداف تر ډېره بریده په محاسبو پورې تړلي وو، خو لوی شمېر لومړني مفکران بیا داسې هم وو چې کمپیوټرونه ته یې د سمبول پروسیس کوونکي او پوهه تولیدوونکي ماشین په سترګه کتل او یوازې پر اعدادو لوبېدونکې آله ورته نه ورته ښکارېدله.
کمپیوټرپوهانو چې خپله توجه په کمپیوټري ژبو کې د ډیټا جوړښت او د واقعي نړۍ شبیه سازي ته واړوله، نو له ځینو هغو ډګرونو سره لاس و ګرېوان شول چې فلاسفه ډېر پخوا ورسره اشنا وو. پوهنښودنه چې په ډیټا سټرکچر کې (knowledge representation) شامله شوه، نو پوهنپوهنه (د علم د ترلاسه کولو او او معنا فلسفي څېړنه) بیا د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین آموزۍ لپاره د سیسټمونو په جوړولو کې یوه اړینه څانګه وګرځېده. انټالوژي (پدیده پوهنه) یا د هیئتونو خاصیت او د هغوی خپلمنځي روابط هم، په ویب پاڼو کې د پوهې د اجزاوو ترمنځ د ارتباطاتو د پروګرامولو لپاره د یوې اړوندې څانګې په توګه منځته راغله.
کمپیوټر د فلسفي لابراتوار په توګه
په علم سازي (knowledge engineering) کې د فلسفي نظریاتو د تطبیقولو د امکان تر څېړنې ور هاخوا، ګڼو فلسفیانو هغو امکاناتو ته هم په لویه کچه خپله توجه اړولې ده چې مصنوعي ځیرکتیا، ډاینامیک سټرکچرونه (په تېره انټرنټ) او د انسان-کمپیوټر تعامل (انټرکشن) يې د پخوانیو او تعامل وړ فلسفي پرابلمونو د څېړنې په خاطر زموږ مخې ته ږدي.
یو تر ټولو مغلق پرابلم د هغه څه پر فطرت پوهېدنه ده چې خلک يې په خپلو ویښو شېبو کې تجربه کوي یعنې شعور، یا د «ځان» یا «زه» د موجودیت شعور چې په اصل کې زموږ د دروني نړۍ چې زموږ د یادښتونو او افکارو نړۍ ده او زموږ د بیروني نړۍ چې زموږ حواس يې درک کوي، په معنا ده. دا چې د شعور مساله ولې دومره پېچلې ده، د دې یو لامل دا دی چې ادراکي ساینسپوهان او فلاسفه دا وړتیا نه لري چې انساني شعور له بل کوم شعور سره پرتله کړي. (ځینې «لوړ» حیوانات ممکن په یوه معنا باشعوره وي، خو په دې اړه موږ ته څه نه شي ویلای.) خو د مصنوعي ځیرکتیا پروګرامونه چې هڅه کوي د انساني ادراک بېلا بېل اړخونه موډل کړي، نو دغه موډل له موږ سره مرسته کولی شي چې د انسانانو او کمپیوټرونو ترمنځ د فکر کولو په طرز کې پر احتمالي توپیرونو او مشابهتونو پوه شو. فلسفیان په دې اړه ډېر زیات مختلف نظرونه لري چې آیا شعور کومه اعظمي ځانګړنه هم لري او که نه؟ او آیا کمپیوټرونه او روبوټونه به کومه ورځ په بشپړ ډول باشعوره شي؟
په دې شالید کې یو شمېر لیکوالو بیا د معاصرې کمپیوټرپوهنې پرمختګونه له یو ډله لوړو فلسفي او معنوي مسایلو سره پرتله کړي دي. مثلاً نړیوال جال د تکاملي پوهې د «نوزفیر» له مرحلې سره پرتله کولی شو؛ چې د نړیوال جال یاد تعریف د شلمې پېړۍ په نیمايي کې پیر ټیلارډ ډي چارډن بیان کړ. نو په دې هکله ډېرې زیاتې ګنګوسې (او شاید افواهات) وړاندې شي چې د خلکو د تعامل او د انټرنټ پرمخ د ځیرکو پروګرامونو له لارې د جمعي شعور یوه نوې بڼه وجود موندلی شي. بل خوا، انلاین ایمرسیف محیطونه هغه پوښتنه یو ځل بیا را تازه کوي چې جرړې يې په اوولسمه پېړۍ کې دکارت ته رسېږي چې ویل یې «ممکن هغه څه چې موږ يې حقیقت ګڼو، یوازې یو وهم وي». په دې سربېره، که د هالیووډ (The Matrix) فلم بیخي ایسته کېږدو، یاده پوښتنه د غربي رهبانیت او شرقي بودیزم په اثارو کې هم انګازې کوي.
د فلسفې، صوفیانه ریاضتونو او د مخ پر وده کمپیوټري نړۍ ترمنځ ډیالوګ به هېڅ کله خپله دلچسپي له لاسه ور نه کړي.
اضافي لوستونه
1- Davis, Erik. Techgnosis: Myth, Magic, and Mysticism in the Age of Information. New York: Harmony Books, 1998.
2- Floridi, Luciano. Philosophy and Computing: An Introduction. New York: Routledge, 1999.
3- ———, ed. Philosophy of Computing and Information. Malden, Mass.: Blackwell, 2004.
4- Foerst, Anne. God in the Machine: What Robots Teach Us about Humanity and God. New York: Dutton, 2004.
5- Hayles, N. Katherine. How We Became Posthuman: Virtual Bodies in Cybernetics, Literature, and Informatics. Chicago: University of Chicago Press, 1999.
6- International Association for Computing and Philosophy. Available online. URL: http://www.ia-cap.org/. Accessed November 6, 2007.
7- Irwin, William. The Matrix and Philosophy. Chicago: Open Court, 2002.
8- Tetlow, Philip. The Web’s Awake: An Introduction to the Field of Web Science and the Concept of Web Life. Hoboken, N.J.: Wiley, 2007.