له ۲۱ تر ۲۲
شاید د وطن په تاریخي دورو کي داسي ډېري توري بدخونده او بدرنګه دورې تیري سوي وي، چي هم يې په لوستلو سړی ستړی کېږي، هم خپه کېږي؛ خو د داسي له شرمي ډکي دورې څخه به هیڅ یوه بله نمونه پیدا نه کړئ لکه همدا دوره، چي هم به يې په ویلو او لیکلو د شرم احساس کوو او هم په دې دوره کي: څه ونه سول، چي افغانانو ونه لیده او ونه کړه؟
– چا له طیارو ځانونه راواچول،
– چا ځانونو ته اور واچوئ،
– چا بیا خپل شیرین اولادونه لوڼي او زامن د سړک غاړي ته راویستل او لکه پر یوسف چي د پلور نارې وهل کېدې، په همدې دوره کي پر خپلو ګرانو اولادونو داسي د پلور نارې وهل کېدې،
– چا خپل د کور سامان الات، پلور ته راویستل،
– چا بیا د ایران ظالمانه پولیسو ته ځانونه تسلیم کړل،
– چا قاچاقبرانو ته خپلي پیسې ورکړې او د موټر په ډیکییو کي ئې ځانونه تخته کړل او تر یوه ځایه ئې ځانونه ورسول،
– چا د پاکستان تور پنجاب ته چي ټول عمر ئې لعنت باندي وایه، خو دې ته مجبور سول، چي همهغه تورلینګیانو ته خپلي ډیرې پیسې خاوري کړي او ځانونه ئې له دې وطنه، چي پرېښول ئې خورا سخته کیسه او کړنه ده؛ خو همدا کیسه او کړنه ئې سرته ورسول،
– چا خپل د وطن ستر ارمانونه او هیلو ته غوټه ورکړه او لیري ئې وغورځول،
چا د خپلو لوڼو د زده کړو ستر ارمانونه په اوښکو او ساندو واورېدل او یوازي ئې د بې وسۍ کاذب ډاډ ورکړ او نور به چوپ پاته سول،
- چا خپلي دندې له لاسه ورکړې، او هغه کار ته ودرېدل، چي په ټول ژوند هیڅ نه وه ورته درېدلي.
- چا بند ولید، او له چا څخه ئې د ازادۍ حق واخیست، دا یوازي هغه څه نه وه، چي دلته پېښ سول – دلته لا روانه کیسه هره ورځ په سلګونه ځوانان مو روحي شکنجې ویني. دلته هره ورځ هر افغان انسان ددې شاهد دئ، چي په دې وطن کي د رواني کیسې مسؤلین پخپلو کړنو دې بیچاره ولس ته یوازي روحي شکنجه نه بلکي فزیکي شکنجې مو بېمثاله دي.
زموږ ملي ویاړونو، ملي ورځو، ارزښتونه او تاریخي ابداتو هغه څه ولېده، چي د سقاوو دوره به هم ورته حېرانه سي.
– پر بیرغ ئې زموږ د ځوانانو ژوند واخیستئ، د بیرغ او وطن سره په مینه زموږ د لیکوالو، شاعرانو، مدني فعالینو سرونه ئې په عام محضر کي ور وخریل،
– د هلمند او کندهار تاریخي ابداتو ته ئې صدمه ورسول او لا لګیا دي، (په نورو ولایتونو نه یم خبر)
– زموږ د هنر ستوري، ټول سندرغاړي ئې د خپل هنري وسایلو په زر و سل کوسمادریو ئې سپک او توحین کړل، څوک د پردیسۍ ژوند په ډير سپک وضعیت کي تیروي او د وطن په یاد هره ناره ئې سړی سوزوي.
– هنري برخه ئې دوندي زیانمنه کړه، چي د هېواد ټولي سینماګاني، پروډکشنونه د فلم مرکزونه وتړل سوه.
– زموږ ادبي برخه کي چي په تېر کلونو کي اوج ته رسېدلې وه، خو دې یوه کال سل چنده شاته بوتلو؛ نه علمي غونډي، نه کنفرانسونه، نه سمینارونه جوړ سوه او نه هم د کتابونو د چاپ مشین هغسي وچلیدئ، لکه څنګه چي په وروستیو لسو کلونو کي په خوند چلیدئ او د چاپ له تېغه د دې نسل د روزنې لپاره سپین کاغذونه تر چاپ راایستل.
– زموږ د ورزش برخه چي نړۍ کي به ئې د وطن هویت ښه معرفي کوئ، څوک له وطنه لیري سوه، چا خپلي اوښکي تم نه کړې، چا له ورزشي برخي څخه مخ واړوئ.
– د معارف برخه مو دوندي فلج سوه، چي په یوه کال کي نه د انجونو ښوونځی شروع سوې او نه هم ورته کومه برنامه جوړه سوه، نه مو د خویندو ساندې ودرېدې او نه هم اوښکي.
– د لوړ زده کړو د وزارت عالمانه ویناوي، او هغه تورونه چي پر سپیڅلو خویندو ئې بې مانا او مزخرفه تورونه پوري کړل، د هیچا هیر نه دي، بهرني محصلین مو بې پاسپورته یا په داخل کي ناست دي او یا هم په نورو هېوادونو کي.
– اقتصادي برخه کي ټولو ته عیان دي، چي فابریکې، کارخانې،مؤسسې او اینجوګاني، شرکتونه او سازمانونه وتړل سول، بې کاري تر صفر کښته سوه، او ګراني بیا د ګمرګاتو ټیکسونو راوړه، بیې د اسمانونو سره خبري کوي د غریب بیچاره په وس کی هیڅ هم نسته.
نتیجه:
داسي توره- بدرنګه او بدخونده، د لوږي او تندي ډکه او ناهیله دوره به په تاریخ کي ونه مومئ لکه له ۲۱ څخه تر ۲۲ پوري، چي لا روانه ده، خو ډېره لیري نه ده، چي دلته هر یوه امتحان ورکړی او په هره ازموینه کي ئې کامیاب او ناکام مالوم سوی دئ. تاریخ دي دا څېرې او نومونه ثبت کړي، چي څوک ئې مسؤلین ول او چا له کومه دا برنامه راوړل، په چا او څنګه ئې تطبیق کړل. پر دې بیچاره ولس هر یوه زده کړه او معامله وکړل، خو د صبر کاسه یو وخت پيمانه کېږي او که وچړپېدل بیا به له ځان سره سیلابونه هم وزېږوي.