تاند( يکشنبه ، د اسد ۲۳ مه) په ټولنيزو رسنيو کې ځينو فعالانو د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني د شتمنۍ په اړه مختلفې پوښتنې کړي دي.
حقاني،چې په خپله وينا يې تر زرو ډیر ځانمرګي بريدګر يې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې استفاده کړي او زرګونه نور داسې بريدونو ته چمتو کسان لري، پرون يې د کورنيو چارو وزارت په انګړ کې په ۱۸ ميليونه افغانيو د يوه جومات د جوړولو اعلان وکړ.
حقاني پر دغه جومات”الفتح” نوم ايښی او ويلي، چې په خپل شخصي لګښت يې جوړ کړی.
د هغه ځينو منتقدینو پوښتنه کړې، چې حقاني څومره نوره شتمني لري، له کومه يې کړې، ولې پردي بچي ځانمرګو بریدونو او جګړو ته روزي او بيا يې مجبورو کورنيو ته لاس نه ورکوي؟
د حقاني پلويانو بيا په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړي له لوري د دغه جومات جوړول ستايلي.
ادعا کیږي، چې د طالبانو ګڼ نور مشران هم د حقاني په شان ستر ميليونران دي، خو خپل جنګیالي يې په خبرو تیر ويستي او د ژوند له خوږو او امکاناتو محروم ساتلي.
طالب مشرانو تر اوسه د خپلو شتمنيو د ثبت او ملت ته يې په اړه د وضاحت ورکولو لپاره نه دي حاضر شوي.
پاکستان او طالبانو خو توله دنيا په انکار وخوره.
کرنيل امام بيا په خپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) کی د دوى او د ISI د افسرانو لپاره شراب وره گناه بللی. او ويلي يى دي ((حوك چی د خدای په لار کی جهاد کوي خداى ورته تول گناهونه بسي.))
هغه جوماتونه چی حانمرگي بريدونه يى پکی کري له هغوى سره به حه كوي؟
پختو پښتو خوشې لګیادي چې خپلې ګټې وويني نه پښتو شي نه غیرت ! دوی د هیچا زامن ندي ! اوس راځم حقاني ته دوی د ای اس ای کلک ملګري دي په پاکستان کې په هر ښار کې یوه ښځه لري ( یعنی درې درې ښځې ) د کورنۍ د ګیانې ځدران د افغانستان لپاره تل خیانت کړی دی او ټول تاریخ یې باید د ببرک ځدران له کورنۍ څخه و پوښتل شي چې هغوی ته ددوی ټول خیانتونه مالوم دی .