یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکرزی:د وژنو له کمیدو پرته افغانستان کې د تېر کال ټول بدلونونه...

کرزی:د وژنو له کمیدو پرته افغانستان کې د تېر کال ټول بدلونونه منفي وو

تاند( يکشنبه ، د اسد ۲۳ مه) ‏‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې د طالبانو پر ادارې توندې نيوکې کړي او ويلي،چې د دغې ادارې په یو کلنه واکمنۍ کې د جګړې او تلفاتو له کمیدو پرته نور ټول بدلونونه منفي دي.

حامد کرزي اینډيا ټوډی رسنۍ ته ويلي،‌چې افغانان د پراخې جګړې په ختمېدو خوشاله دي، مګر له دې خوشالۍ ور اخوا ډېرو نورو لویو ستونزو سره مخامخ دي.

کرزی په وروستيو کې بهرنيو رسنيو سره د طالبانو د واکمنۍ په اړه وخت په وخت توندې نيوکې کوي.

دا په داسې حال کې ده،چې هغه څه موده مخکې د خپل امنيت په اړه انديښنه څرګنده کړې او ویلي، چې انديښنه ېې له طالبانو نه، بلکې بهرنيو ډلو څخه ده.

د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني بیا څو ورځې مخکې په یوه مرکه کې حامد کرزی او ډاکټر عبدالله د طالبانو د ملاتړ له کبله په توندو ټکو نقد او وویل،چې دوی او طالبانو په تېر یوه کال کې افغانستان ته څه وکړل ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب