یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغان خبریالانو«د بیان ازادۍ د مرګ» د‌ لومړي تلين ویر غونډه وکړه

افغان خبریالانو«د بیان ازادۍ د مرګ» د‌ لومړي تلين ویر غونډه وکړه

تاند( يکشنبه ، د اسد ۲۳ مه) ‏‏د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له هېواده وتلو لسګونو افغان خبریالانو په افغانستان کې« د بیان ازادۍ د مرګ» د لومړي تلين په مناسبت ویر غونډه وکړه.

دغو خبریالانو په افغانستان کې د جمهوري نظام سقوط، د نورو ولسواکو ارزښتونو تر څنګ د بیان ازادۍ مړینه وګڼله او د افغان خبریالانو ننګونکي وضعیت ته ېې د نړيوالو د عاجلې پاملرنې غوښتنه وکړه.

دغو خبریالانو د افغانستان د وژل شوې بیان ازادۍ په ویر شمعې هم ولګولې او د بیان ازادي د ارزښت لپاره ېې د دوی له مبارزو د نړيوال ملاتړ ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د طالبانو د منتقدو مېرمنو د یوه لاریون د خبري پوښښ پر مهال طالبانو څه باندې ۱۰ افغان او بهرني خبريالان بنديان کړي.

تر اوسه د دغو خبریالانو د برخلیک په اړه څه نه دي ويل شوي، خو ځينو خبریالانو د دوی د وهلو ټکولو اسناد خپاره کړي.

د بې پولې خبريالانو نړيوالې ټولنې روانه اونۍ وویل،چې د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان شاوخوا نیمايي رسنۍ سقوط شوي او تر ۶۰ سلنې زيات خبریالان وزګار شوي او بد وضعیت کې ژوند کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب