Homeخبرونهط-انو د افغانستان د سقوط ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه

ط-انو د افغانستان د سقوط ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه

تاند( يکشنبه ، د اسد ۲۳ مه) په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکي وايي، چې ‏‏‏سبا په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

طالبانو د دغې رخصتۍ دلیل« د ‎امریکا او د هغه د متحدینو د اشغال پر وړاندې د برحقه جهاد لومړی تلین» ښودلی او ویلي،چې دوی به دغه ورځ ونمانځي.

دا په داسې حال کې ده،چې په نړیواله کچه د افغانستان د سقوط په اړه بحثونه تاوده دي او د طالبانو د يو کلنې واکمنۍ د پايلو په اړه غبرګونونه او تبصرې په ډاګه کيږي.

د طالبانو مخالفان د‌ اګسټ پینځلسمه د افغانستان په تاريخ کې يوه توره ورځ بولي، خو طالبان ورته د خپلې «فتحې» ورځ وايي او قدردانی يې کوي.

2 COMMENTS

  1. د امریکا په مغازو کی د کلونو کلونو را پدېخوا یو فرهنګ رواج لری چی په کال کی یوه ورځ د مغازو اجناس په ټیټه بیه مشتریانو ته وړاندی کیږی ( Black Friday).
    د ۲۰۰ کلونو په اوږدو کی زموږ د ټول اړخیز موجودیت په بازار کی هم لویو مشتریانو زموږ اجناس په ارزانه بیه رانیولی دی ( د عمومی لیلام څخه ئې ګټه پورته کړېده).
    د دې دوو پېړیو په اوږدو کی تر ټولو خائنانه او ناځوانمردانه لیلام چی زموږ جغرافیا او ټولنه ئې د سخت ډیوالی توب سره مخامخ کړېده همدا د پکتیا او کندهار د متحجرو او خبیثو ږیره ورو پښتنی دوکاندارانو ( کوم چی د انګریز او پنجاب په مدرسه کی روزل سویدی) د خیانتونو ثمره ده البته نور نړیوال تجاران او دلالان هم پدې ظالمانه معامله کی شریک ګڼل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...