تاند( يکشنبه ، د اسد ۲۳ مه) په غزني کې په ۳۹ میلیونه افغانیو د اوبو رسولو يوه پروژه بشپړه شوه.
د دې ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست لپاره د طالبانو رییس مولوي محمد قاسم امیني ويلي،چې دا پروژه د ياد شوي ولایت په مرکز کې بشپړه شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د پروژې نور جزییات نه دي په ډاګه کړي.
د هغه په وينا، له دې پروژې څخه څه باندې يو نيم سلو کورنیو ته د اوبو اسانتيا برابريږي.