یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعلومو اکاډمۍ د جلال الدين حقاني په اړه د شهرت ننګیال د...

علومو اکاډمۍ د جلال الدين حقاني په اړه د شهرت ننګیال د کتاب مخکتنه وکړه

تاند( يکشنبه ، د اسد ۲۳ مه) ‏د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال الدين حقاني په اړه د شهرت ننګیال په زيار د چاپ شوي کتاب«لوی مصلح، ستر غازي» کتاب مخکتنه کړې ده.

د علومو اکاډمۍ په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ لپاره د طالبانو ټاکل شوي عمومي رییس مولوي فریدالدین محمود، د علومو اکاډمۍ علمي منشي رفیع الله نیازي، د جلال الدين حقاني ملګري حاجي عبدالرحمن ځدراڼ، محمد زمان مزمل، سید محی الدين هاشمي،لطف الله خيرخوا،خادم احمد حقیقي او عبدالستار سعيد ویناوې کړي دي.

د جلال الدين حقاني د کورنۍ په استازيتوب بیا انس حقاني وینا کړې او د کتاب لیکوال له شهرت ننګیال څخه يې د کتاب د لیکلو له کبله مننه کړې ده.

دغې غونډې ته فضل ولي ناګار او ځینو نورو ليکوالو هم لیکنې کړې وې،چې د ناګار لیکنه د طالبانو په نن ټکي اسيا وېب پاڼه کې خپره شوې ده.

1 COMMENT

  1. د جلال الدین حقانی بدنی او معنوی هستی کټ مټ د افغانستان درې رنګه بیرغ ته ورته وه ( خو ) زرغون – سور – تور.
    د شهرت ننګیالی څخه می دا توقع نه درلوده چی په یوه زلزله ځپلې سیمه کی په ژوندی چرګ پسی وګرځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب