Homeخبرونهد ط-انو پلاوی د اړیکو د پراختیا لپاره روسیې ته تللی

د ط-انو پلاوی د اړیکو د پراختیا لپاره روسیې ته تللی

تاند( شنبه ، د اسد ۲۲ مه) ‏د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نور الدین عزیزي په مشرۍ د دوی یو پلاوي د روسیې پلازمېنې ‎مسکو ته سفر کړی.

د طالبانو خبري سرچينو ويلي،چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا ده.

د یاد شوي سفر په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

روسي چارواکو او رسنيو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو پر ضد د مقاومت ډلې مشر احمد مسعود په یوه تازه مرکه کې د سیمې هېوادونه تورن کړي،چې د طالبانو له لوري د ورپېښيدونکو تروريستي ګواښونو له وېرې دغې ډلې سره اړيکې پالي،چې دا په اوږدمهاله توګه ترهګري نوره هم پیاوړې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...