Homeخبرونهد جنګي اسیرانو او اوبه وړونکي ځوان وژل کیدل؛‌تور یې پر ط-انو...

د جنګي اسیرانو او اوبه وړونکي ځوان وژل کیدل؛‌تور یې پر ط-انو لګول شوی

تاند( شنبه ، د اسد ۲۲ مه) خبري سرچېنې وايي،چې طالبانو په بغلان کې د مقاومت ډلې ۳جنګي اسیران او په ننګرهار کې یو ځوان، حکومت د طالبانو يوې پوستې ته له نيږدې څاه څخه یې اوبه وړې،په ډزو وژلي دي.

د‌ سرچينو د معلوماتو له مخې، د مقاومت ډلې جنګي اسیران‌ طالبانو نن په خوست ولسوالۍ کې وژلي.

د وژل شويو کسانو نومونه محمد نسيم،سبزمحمد او پهلوان طاهر ښودل شوي.

 په ورته وخت کې ادعا شوې،چې غ ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ذکرالله په نوم يو ځوان له دې کبله طالبانو وژلی،چې د دوی د ممانعت سره- سره ېې د طالبانو یوې امنيتي پوستې ته له نیږدې څاه څخه د اوبو وړلو تکل کړی و.

 ‏‏‏‏طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي،خو معمولا داسې تورونه بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...