Homeخبرونهسراج الدين حقاني يوې وژل شوې پوليسې ته رتبه ورکړه

سراج الدين حقاني يوې وژل شوې پوليسې ته رتبه ورکړه

تاند( شنبه ، د اسد ۲۲ مه) ‏‏‏‏د طالبانو چارواکي وايي،چې د حقاني شبکې مشر او د دوی د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني د طالبانو له واکمنيدو وروسته، لومړنۍ وژل شوې پوليسې ته اعزازي رتبه ورکړې ده.

 د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي ،چې دغه پوليسه روفه نومیده او ياده رتبه په اعزازي ډول ورکړل شوې ده.

سرچينه زياتوي،چې مېرمن رؤفې څو ورځې وړاندې د درېیمې حوزې کارتې سخي سیمه کې د داعشيانو پر مهمی ځالې‌د عملیاتو پر مهال وژل شوې وه.

د اعلاميې له مخې،‏هغې په پنځمه حوزه کې د سرتېرې په صفت دنده ترسره کوله.

طالبانو تر اوسه د نظامي رتبو د نورو وېشنو په اړه څه نه دي ويلي، خو وار د مخه نيوکې ورباندې کیږي چې پخوانيو جهادي تنظیمونو په څېر د مسلکي ادارو او رتبو د شخصي او ډله يیز وېش په اړه به ژر اقدامات پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...