شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهط-انو د لسګونه تنو په وژلو له تورنیدو وروسته د ننګرهار د...

ط-انو د لسګونه تنو په وژلو له تورنیدو وروسته د ننګرهار د استخباراتو رییس ګوښه کړی

تاند( شنبه ، د اسد ۲۲ مه) ‏‏‏د طالبانو چارواکو ویلي،چې مولوي محمدالله (برا) يې د ‎ننګرهار د استخباراتو نوی رییس ټاکلی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي،چې ملا برا له دې وړاندې په کاپیسا کې د دوی د والي په صفت دنده ترسره کړې.

طالبانو د نوموړي د ګومارنې او مخکیني ځای ناستي د ګوښه کيدو دليل ېې نه دی روښانه کړی.

په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو مخکینی رییس ډاکټر بشير د داعش ډلې سره د تړاو په تور د لسګونه مخکينيو امنيتي ځواکونو، اهل حدیثو یا سلفي نطريې پلویانو او خپلو شخصي مخالفانو په وژلو تورن و.

په دې اړه څه موده مخکې د بښنې نړېوال سازمان یو ځانګړی راپور هم خپور کړی او پر دغه طالب مقام یې د شته تورونو يادونه کړې وه.

طالبانو په ښکاره نه‌ دي ويلي،چې ډاکټر بشير ېې د دغو تورونو له کبله ګوښه کړی، خو د ګوښه کیدو له اعلان څخه ېې اټکل کیږي، چې دا پریکړه د بښنې نړېوال سازمان له راپور خپريدو سره تړاو لري.

طالبانو رسما په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب